ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولتي کارکوونکي: څو چې معاشونه نه وي لوړ شوي، بودجه دې نه تصویبېږي

دولتي کارکوونکي: څو چې معاشونه نه وي لوړ شوي، بودجه دې نه تصویبېږي

author avatar
16 Jan 2021 - 17:24
دولتي کارکوونکي: څو چې معاشونه نه وي لوړ شوي، بودجه دې نه تصویبېږي
author avatar
16 Jan 2021 - 17:24

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۹): د کابل ښار یو شمېر دولتي کارکوونکي له ولسي جرګې غواړي، تر هغه چې حکومت د دوی معاشونه نه وي لوړ کړي، د ۱۴۰۰ کال بودجه تصویب نه کړي.

دوی دغه څرګندونې نن (د مرغومي ۲۷مه) په کابل کې د ولسې جرګې تالار مخې ته په لاریون کې وکړې.

لاریون کوونکو له ولسې جرګې وغوښتل، تر هغه دې د ۱۴۰۰ کال بودجه نه تصويبوي چې حکومت د دوی معاشونه نه وي لوړ کړي.

د دغه لاریون یوه ګډونوال داوود عزیزي پژواک اژانس ته وویل: ((د دې په خاطر دلته راغلي یو چې د اجیرانو، سربازانو او ټولو مامورینو معاشونه دې یو شان شي، د حکومت په ځینو ادارو کې لوړ معاشونه ورکول کېږي او په ځینو کې کم.))

ده زياته کړه، په حکومتي ادارو کې ټول زحمت باسي او کار کوي، که معاشونه لوړ وي او که ټیټ، باید ټولو ته یو شان ورکړل شي.

دغه راز د لاریون بل ګډونوال سید اباسین مطمین پژواک ته وویل: ((هغه مامورین چې فراشتي  راځي، معاشونه یې لوړ دي او هغه چې په دې وطن کې اوسیږي او رښتينې خدمتګارن دي، د دوی کم دي.))

د هغه په خبره، په ځینو ادارو کې مامورین لوړ معاشونه اخلي او حکومت باید په دې برخه کې عدالت تامین کړي او معاشونه یو شان کړي.

دی وايي: ((ولسمشر هر وخت د عمري قانون نارې وهي، باید چې تطبیق یې کړي.))

د لاریون په پای کې پرېکړه لیک هم صادر شو چې په کې راغلي، جمهوریت نه باید د معاشونو د یو شان کېدلو طرحې مخالفت وکړي او له ولسي جرګې غواړي د دې طرحې د ملاتړ لپاره خلکو سره ودریږي.

سرچینه وایي، په معاشونو کې بې عدالتي نوره ورته د زغملو نه ده او که حکومت د دوی غږ وانه وري، نو کاري اعتصاب به وکړي.

پرېکړه لیک زیاتوي، د دې طرحې د نه عملي کولو په صورت کې به دوی په مرکز او ولایتونو کې پراخ مدني لاریونونه تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې مشر ویلي و چې د دولتي کارکوونکو په معاشونو کې تعادل «یو ډول والی» راوستل، د دې جرګې سره کرښه ده او که حکومت د جرګې دغه غوښتنه نه وي منلې، د ۱۴۰۰ کال بودجه نه تصویبوي.

Visits: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.