ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران: د جګړې له لارې په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو ملاتړ نه کوو

ايران: د جګړې له لارې په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو ملاتړ نه کوو

author avatar
27 Jan 2021 - 18:39
ايران: د جګړې له لارې په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو ملاتړ نه کوو
author avatar
27 Jan 2021 - 18:39

کابل (پژواک،٨ سلواغه ٩٩) : د ايران د ملي امنيت شورا مشر وايي چې دوى هېڅ هغه ډله په رسميت نه پېژني چې غواړي  په  افغانستان کې د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي.

د  ايراني رسنۍ فارس د راپور له مخې، د ملي امنيت شورا مشر علي شامخاني دغه څرګندونې نن د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

هغه  زياته کړې، د افغانستان ټول قومونه بايد د افغانستان د سولې پروسه کې دخيل کړاى شي.

شامخاني ويلي چې له ايران سره په سرحد د افغانستان د سيمو امنيت ورته ډېر مهم دى او  له طالبانو يې غوښتي چې له داعش ډلې سره د مقابلې لپاره له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د ايران د ملي امنيت شورا مشر ادعا کړې چې امريکا په افغانستان کې سوله او امنيت نه غواړي  او اور ته لمن وهي.

د فارس د راپور له مخې، ملا برادر په دغه ليدنه کې د افغان سولې پروسې د وروستيو جرياناتو په تړاو معلومات شريک کړل .

د راپور له مخې، ملا برادر زياته کړې : (( موږ پر امريکا باور نه لرواو له هغو کسانو سره جنګيږي چې د امريکايانو ګوډاګيان دي. ))

د هغه په وينا، د افغانستان ټول قومونه بايد د افغانستان په سوله کې خپل رول ولوبوي.

Visits: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.