کابل (پژواک، د کب لومړۍ نیټه ۹۹) : د افغانستان سولې لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه سره پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ لخوا د کب په لومړۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابلوف اسلام اباد د ته د رسمي سفر پر مهال نن د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې جنرال باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په همدې موخه دوی د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو دافغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې او کابلوف د پاکستان د هڅو ستاینه کړې ده.
د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې دوه ورځې مخکې یې په یوه مرکه کې په ډاګه کړې وه، چې ددوحې د سولې پروسه بې مانا ده او په افغانستان کې باید لنډمهاله ایتلافي حکومت جوړ شي، چې افغان حکومت یې نن دا څرکندونې رد کړې.
تر دې یوه میاشت مخکې د طالبانو دقطر د فتر یو پلاوي مسکو ته د سفر پر مهال له روسیي چارواکو سره پر افغان سولې پروسې خبرې کړې وې.
بلخوا د پاکستان ملي راډیو خبر ورکړی چې کابلوف نن مازیګر د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم پر افغان سولې خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP