ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابلوف د پاکستان د پوځ مشر سره پر افغان سولې خبرې کړې

کابلوف د پاکستان د پوځ مشر سره پر افغان سولې خبرې کړې

author avatar
19 Feb 2021 - 18:51
کابلوف د پاکستان د پوځ مشر سره پر افغان سولې خبرې کړې
author avatar
19 Feb 2021 - 18:51

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نیټه ۹۹) : د افغانستان سولې لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه سره پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ لخوا د کب په لومړۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابلوف اسلام اباد د ته د رسمي سفر پر مهال نن د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې جنرال باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په همدې موخه دوی د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو دافغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې او کابلوف د پاکستان د هڅو ستاینه کړې ده.

د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې دوه ورځې مخکې یې په یوه مرکه کې په ډاګه کړې وه، چې ددوحې د سولې پروسه بې مانا ده او په افغانستان کې باید لنډمهاله ایتلافي حکومت جوړ شي، چې افغان حکومت یې نن دا څرکندونې رد کړې.

تر دې یوه میاشت مخکې د طالبانو دقطر د فتر یو پلاوي مسکو ته د سفر پر مهال له روسیي چارواکو سره پر افغان سولې پروسې خبرې کړې وې.

بلخوا د پاکستان ملي راډیو خبر ورکړی چې کابلوف نن مازیګر د بهرنیو چارو  وزیر شاه محمود قریشي سره هم پر افغان سولې خبرې کړې دي.

Visits: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.