ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د دوحې تړون د بديل هڅه به له ناکامۍ سره مخ شي

طالبان: د دوحې تړون د بديل هڅه به له ناکامۍ سره مخ شي

author avatar
28 Feb 2021 - 15:38
طالبان: د دوحې تړون د بديل هڅه به له ناکامۍ سره مخ شي
author avatar
28 Feb 2021 - 15:38

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٩) : وسله والو طالبانو د دوحې تړون د لومړۍ کاليزې په مناسبت ويلي چې د دوحې تړون په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره يوه عملي لاره رامنځته کړې،  که د هغې په مقابل کې د بل هر بديل هڅه کیږي پایله به یې سر له اوسه په ناکامي محکومه وي.

تېر کال په همدې ورځ د کب په ١٠مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر ١٨ مياشتو مذاکراتو وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شو.

د دې تړون له مخې، له افغانستان څخه په ١٤ مياشتو کې د ټولو امریکايي سرتېرو وتل، د طالب بندیانو ازادول، له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې پرې کول ، د تاوتریخوالي کمول او د بين الافغاني مذکراتو پیلېدل و.

د تړون له مخې، افغان حکومت څه دپاسه پنځه زره طالب بنديان او طالبانو زر تنه دولتي سرتېري خوشې کړل، د امريکايي سرتېرو شمېره له ١٢ زرو څخه دوه نيم زرو ته را ټيټه شوه، بين الافغاني مذاکرات هم  پيل شول، خو يو شى چې تراوسه نه دى شوى، د تاوتريخوالى کمول دي.

وسله والو طالبانو د دې تړون د يوه کال بشپړېدو په اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې او دا تړون يې تاريخي ګڼلى او په دې برخه کې يې خپلو پلويانو ته مبارکي ورکړې ده.

طالبانو ويلي چې د دې تړون له مخې، ځينې ژمنې عملي شوي، خو بين الافغاني مذاکراتو د مخالف لوري له خوا شپږ مياشتې ځنډول شوي و.

دوى زياته کړې، له دې سره سره د زندانیانو خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو پیل په حقیقت کې د افغانستان د شخړې د هواري او د ولس د ارامۍ او سوکالۍ د راتګ لپاره یو ښه او مثبت پرمختګ و.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې د تړون د يوه کال بشپړېدو پر مهال ويلي چې دوى له خپل لوري د توافقنامې ټولو محتویاتو ته ژمن او عملي کول يې د افغانستان د شخړې د حل او د سولې د ټینګښت یواځینۍ اغېزمنه وسیله ګڼي، چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې به تحقق مومي.

سرچينې زياته کړې، طالبان د توافقنامې پر بل لوري ( امریکا متحده ایالاتو) هم غږ کوي چې د توافقنامې د ټولو موادو په عملي کولو سره په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

طالبانو ويلي، د پاتې بندیانو خلاصون او د  تورو لېستونو ختمول د توافقنامې له مادو څخه دي، چې تر اوسه نه دي عملې شوي. د بین الافغاني مذاکراتو د روانې پروسې د چټکتیا لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي. د توافقنامې د عملي کېدو په وسیله باید د وضعیت د ښه والي لپاره کار وشي، او په ناسم لوري د وضعیت له بیولو څخه ډډه وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دوحې توافقنامې په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره يوه عملي لاره رامنځته کړې که د هغې په مقابل کې د بل هر بدیل هڅه کیږي پایله به یې سر له اوسه په ناکامۍ محکومه وي.

په دې خبرپاڼه کې طالبانو ادعا کړې ده، چې د تړون له مخې يې په خپلو عملیاتو کې د پام وړ کموالی راوستی دی. په لویو استخباراتي او نظامي مراکزو عملیات نه دي شوي، لوی ځانمرګي بريدونه نه دي شوي، د ولایتونو د سقوط پلان نه دی نيول شوی او ولسوالیو ته هم سقوط نه دی ورکړل شوی.

خو افغان حکومت وايي چې وسله والو طالبانو کندهار، هلمند، زابل کې ګڼ شمېر لوى عمليات ترسره کړي او هڅه يې دا وه، چې ولسوالۍ  او ولايتونه سقوط کړي.

طالبانو ادعا کړې چې مقابل لوري خپل مسوولیت پوره نه دی ادا کړی، اوس هم بمبار، هوايي بريدونه ، چاپې او يرغليز عملیات چې د توافقنامې په اساس منع دي، تر سره کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له ځينو عملي نیمګړتیاوو سره سره بیاهم توافقنامه لا په مثبت لوري روانه ده،  چې له ښو پایلو څخه یې ټولې خواوې برخمنې دي.

Visits: 75

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.