ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بامیانو کې د کرونا ضد واکسینو له امله د یو تن مړینه ناثابته ادعا ده

په بامیانو کې د کرونا ضد واکسینو له امله د یو تن مړینه ناثابته ادعا ده

کابل (پژواک،١١کب ۹۹): د فېسبوک او ځينو رسنیو کاروونکي وايي چې په بامیانو ولایت کې یوه روغتیايي کارکوونکي د کرونا ضد واکسینو له تطبیق وروسته ساه ورکړې ده، خو د یاد ولایت مسوولینو ویلي چې تر اوسه د دغه کس د مړینې لامل نه دی روښانه شوی او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د پژواک د يوه راپور له مخې، په افغانستان کې د کرونا واکسینو د تطبیق بهیر د کب په پنځمه له کابله پیل او ور پسې د هېواد ولایتونو ته وغځېد.

ادعا: په بامیانو کې یوه روغتیايي کارکوونکي د کرونا ضد واکسینو له تطبیق وروسته ساه ورکړې ده.

د یوې کورنۍ رسنۍ د خبر له مخې، په بامیانو کې یوه روغتیايي کارکوونکي د کرونا واکسینو له تطبیق وروسته ساه ور کړې ده.

دغه راز د شفقنا په نوم یوې بلې داخلي رسنۍ دغه خبر خپور کړی او لیکلي یې دي: ((د بامیانو روغتیايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یوه روغتیايي کارکوونکي د کرونا واکسین له تطبیق وروسته ساه ور کړې ده.))

نشانه خبري اژانس هم په یوه راپور کې ویلي: ((د بامیانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین مني چې په دغه ولایت کې یوه روغتیايي کارکوونکي د کرونا ضد واکسینو له تطبیق څو ساعته وروسته ساه ورکړې ده.))

محمد انور سعادتیار پر خپله فيسبوک پاڼه لیکلي: ((په بامیانو روغتون کې ځينې سرچینې وايي، په یاد روغتون کې یوه روغتیايي کارکوونکي د کرونا ضد واکسینو له تطبیق وروسته ساه ورکړې ده.))

دا په داسې حال کې ده چې د یوه راپور له مخې، د کرونا ضد واکسین خطرناک جانبي عوارض نه لري.

دغه واکسین هغه ویروس نه لري چې په ټوله نړۍ کې خپور شوی او نه شي کولای ترلاسه کوونکی کس ناروغ کړي.

بریتانیايي څېړونکو موندلېې چې د کرونا ویروس تطبیق هېڅ جدي جانبي عوارض نه لري، په داسې ډول چې د واکسین د پېچکارۍ په ځای کې یو درد رامنځته کېږي.

دوی وايي، دغه موندنې د شاوخوا ۴۰ زره کسانو چې ډېری یې روغتيايي کارکوونکي دي، د هغو میلیونونو کسانو لپاره د ډاډ وړ دي چې د کرونا واکسین به ترلاسه کړي.

د دوی په خبره، ځینې دغه جانبي عوارض د انتظار وړ دي او بد څه نه دي، د دغو عوارضو له امله ناروغي نه رامنځته کېږي، بلکې د واکسین پر وړاندې د غبرګون له امله دي.

حقیقت موندنه

که څه هم د بامیانو ولایت د عامې روغتیا مسوولین په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول، خو د بامیانو د ولایتي روغتون یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، مړ شوی کس زکریا نومېږي او د بامیانو ښار د سراسیاب کلي اوسېدونکی دی.

نوموړي زیاته کړه، زکریا چې روغتیايي کارکوونکی و، شاوخوا ۲۵ کاله عمر درلود، د زړه او وینې فشار ناروغۍ یې درلودې.

د نوموړي په خبره، زکریا چې تېره ورځ واکسین کړی و، نن د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له امله روغتون ته انتقال شو خو هلته یې ساه ورکړې ده.

سرچینې وویل، تر اوسه د زکریا د مړینې لامل نه دی معلوم.

د بامیانو د والي ویاند عبداللطیف عظیمي پژواک ته وویل، تر اوسه د یاد کس د مړینې لامل نه دی روښانه شوی، ځکه یاد کس د زړه او لوړ فشار ناروغۍ هم درلودې.

هغه زیاته کړه، د بامیانو په ولایتي روغتون کې ډاکترانو په دې اړه څېړنې پیل کړې او تر بشپړېدو وروسته به یې له رسنیو سره جزئیات شریک کړي.

نوموړي په ټینګار سره وویل: ((تر څو چې زموږ څېړنې نه وي بشپړې شوي، د یاد کس د مړینې د لامل په اړه معلومات نه شو ورکولای.))

پایله: دې ټکو ته په پام ویلای شو چې د کرونا ویروس د تطبیق له امله د یو کس د مړینې خبر داسې ادعا ده چې په رسمي توګه رد یا منل شوې نه ده، ځکه اړوند سرچینو ویلي چې تر اوسه په دې اړه څېړنې روانې دي او تر بشپړېدو وروسته به یې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

پرېکړه: په بامیانو کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق له امله د یو کس مړینه ناثابته ادعا ده.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.