کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٩) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم د کب په ١٦مه، په يوه غږيز پيغام کې چې رسنيو ته يې لېږلى، ويلي چې دا ليدنه پرون ماښام شوې ده.
هغه زياته کړې چې د طالبانو مرستيال او د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د مذاکراتي ټيم رييس شيخ عبدالحکيم حقاني او د ټيم نورو غړو له خليلزاد سره په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مېلر هم ورسره و، وليدل.
نوموړى وايي چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو د دوحې تړون ته د ژمنتيا څرګندونه او پر تطبيق يې ټينګار وکړ.
ډاکتر نعيم دغه راز زياته کړې چې دواړو لوريو د افغانستان د روان وضعيت، د سولې پروسې پر چټکتيا او د اغېزمنتيا په اړه هم خبرې وکړې.
د يادونې ده چې خليلزاد دوه ورځې مخکې په قطر کې د دولت له مرکچي پلاوي سره هم کتلي و او په دې کتنه کې يې د سولې خبرو د ملاتړ، تقويه او ګړندي کولو په اړه خبرې کړې وې.
زلمی خليلزاد تېره دوشنبه د ټولشموله حکومت جوړولو له يوې نوې طرحې او د سولې پروسې د ګړندي کولو په موخه کابل ته راغلی و.
نوموړي په کابل کې درې ورځې تېرې کړي چې د ولسمشر غني په ګډون عبدالله، پخواني ولسمشر حامدکرزي, له يو شمېر جهادي او نورو سياستوالو سره بېلابېلې ليدنې درلودې او هغه يې هيله بښوونکې ګڼلې دي.
په کابل کې د امريکا سفارت يوه چارواکي خبريالانو ته وويل چې خليلزاد په دې سفر کې له افغان مشرانو سره د ټولشموله حکومت جوړولو په ګډون يو شمېر انتخابونه شريک کړي او ډېر ژر به يې په قطر کې له طالبانو سره هم شريک کړي.
داسې ويل کيږي چې کېدای شي د امريکا په ملاتړ، د ملګرو ملتونو د سيمې او نورو اغېزلرونکو هېوادونو په هڅو او ګډون په ترکيې هېواد کې د لومړۍ درجه افغان مشرانو او سياستوالو په ګډون د بون کنفرانس ته ورته يو کنفرانس جوړ شي چې د افغانستان قضيې ته يو نوی سياسي حل پيدا کړي.
Views: 562
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP