ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره وليدل

خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره وليدل

author avatar
6 Mar 2021 - 16:48
خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره وليدل
author avatar
6 Mar 2021 - 16:48

کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٩) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.

په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم د کب په ١٦مه، په يوه غږيز پيغام کې چې رسنيو ته يې لېږلى، ويلي چې دا ليدنه پرون ماښام شوې ده.

هغه زياته کړې چې د طالبانو مرستيال او د قطر سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د مذاکراتي ټيم رييس شيخ عبدالحکيم حقاني او د ټيم نورو غړو له خليلزاد سره په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مېلر هم ورسره و، وليدل.

نوموړى وايي چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو د دوحې تړون ته د ژمنتيا څرګندونه  او پر تطبيق يې ټينګار وکړ.

ډاکتر نعيم دغه راز زياته کړې چې دواړو لوريو د افغانستان د روان وضعيت، د سولې پروسې پر چټکتيا او د اغېزمنتيا په اړه هم خبرې وکړې.

د يادونې ده چې خليلزاد دوه ورځې مخکې په قطر کې د دولت له مرکچي پلاوي سره هم کتلي و او په دې کتنه کې يې د سولې خبرو د ملاتړ، تقويه او ګړندي کولو په اړه خبرې کړې وې.

زلمی خليلزاد تېره دوشنبه د ټولشموله حکومت جوړولو له يوې نوې طرحې  او د سولې پروسې د ګړندي کولو په موخه کابل ته راغلی و.

نوموړي په کابل کې درې ورځې تېرې کړي چې د ولسمشر غني په ګډون عبدالله، پخواني ولسمشر حامدکرزي, له يو شمېر جهادي او نورو سياستوالو سره بېلابېلې ليدنې درلودې او هغه يې هيله بښوونکې ګڼلې دي.

په کابل کې د امريکا سفارت يوه چارواکي خبريالانو ته وويل چې خليلزاد په دې سفر کې له افغان مشرانو سره د ټولشموله حکومت جوړولو په ګډون يو شمېر انتخابونه شريک کړي او ډېر ژر به يې په قطر کې له طالبانو سره  هم شريک کړي.

داسې ويل کيږي چې کېدای شي د امريکا په ملاتړ، د ملګرو ملتونو د سيمې او نورو اغېزلرونکو هېوادونو په هڅو او ګډون په ترکيې هېواد کې د لومړۍ درجه افغان مشرانو او سياستوالو په ګډون د بون کنفرانس ته ورته يو کنفرانس جوړ شي چې د افغانستان قضيې ته يو نوی سياسي حل پيدا کړي.

Visits: 562

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.