کابل (پژواک، ۲۵ کب ۹۹): پولیس وایي چې د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې پر کاسټر موټر د چاودنې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې دغه چاودنه نن شاوخوا ۳:۵۰دقیقې د دويمې ناحیې اړوند په دهن باغ سیمه کې پر یوه کاسټر موټر شوې چې یو سراچه موټرهم لږ ورسره ویجاړ شوی دى.
نوموړي زیاته کړه، په یاده چاودنه کې ۱۵ ملکي وګړي ټپیان شوي چې روغتون ته وړل شوي دي.
هغه وایي چې د مرګ ژوبلې د ارقامو د بدلون په اړه به وروسته معلومات شریک شي.
تېره ورځ هم د کابل ښار د درېیمې او شپږمې ناحیو په اړوندو سيمو کې پر تونس موټرو په دوو چاودنو کې درې ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول چې مسوولیت یې چا نه دى منلى.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ماشتو کې په کابل او نورو ولایتونو کې چاودنې ډېرې شوې دي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP