ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې پر کاسټر موټر د چاودنې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي

په کابل ښار کې پر کاسټر موټر د چاودنې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي

author avatar
15 Mar 2021 - 17:51
په کابل ښار کې پر کاسټر موټر د چاودنې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي
author avatar
15 Mar 2021 - 17:51

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۹۹): پولیس وایي چې د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې پر کاسټر موټر د چاودنې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې دغه چاودنه نن شاوخوا  ۳:۵۰دقیقې د دويمې ناحیې اړوند په دهن باغ سیمه کې پر یوه کاسټر موټر شوې چې یو سراچه موټرهم لږ ورسره ویجاړ شوی دى.

نوموړي زیاته کړه، په یاده چاودنه کې ۱۵ ملکي وګړي ټپیان شوي چې روغتون ته وړل شوي دي.

هغه وایي چې د مرګ ژوبلې د ارقامو د بدلون په اړه به وروسته معلومات شریک شي.

تېره ورځ هم د کابل ښار د درېیمې او شپږمې ناحیو په اړوندو سيمو کې پر تونس موټرو په دوو چاودنو کې درې ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول چې مسوولیت یې چا نه دى منلى.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ماشتو کې په کابل او نورو ولایتونو کې چاودنې ډېرې شوې دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.