ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: د هېواد مهم ملي مسایل باید سترې، معتبرې او واک لرونکې شورا ته وسپارل شي

حکمتیار: د هېواد مهم ملي مسایل باید سترې، معتبرې او واک لرونکې شورا ته وسپارل شي

author avatar
19 Mar 2021 - 10:40
حکمتیار: د هېواد مهم ملي مسایل باید سترې، معتبرې او واک لرونکې شورا ته وسپارل شي
author avatar
19 Mar 2021 - 10:40

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۹۹): د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار، د مسکو په غونډه کې ویلي چې که افغانستان کې نوي موقت حكومت ته اقتدار په سوله یيزه توګه انتقال نه شي او بهرني ځواكونه تر دې وړاندي له افغانستانه ووځي، نو هېواد به له يوه بل ناورين سره مخامخ شي.

هغه وایي، په جګړه كې ښكېل لوري دې له فوري، ډاډمن او له قید او شرط پرته اوربند سره توافق وكړي، ډاډمنې سولې ته د رسېدو لپاره باید ټول لوري د دوحې معاهدې ته ژمن پاته شي او د طالبانو معقولې غوښتنې دې هم ومنل شي.

د افغانستان د سولې لپاره د مسکو غونډه تېره ورځ (د کب ۲۸مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ابتکار جوړه شوه. په دغې ناسته کې د ملي پخلاینې د عالي شورا د رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ۱۲ کسیز پلاوي، د طالبانو لس کسیز پلاوي، د امریکا متحده ایالتونو، پاکستان، چین، قطر او روسیې استازو او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار برخه لره. له حکمتیار د دغه ګوند دوه غړي هم مسکو ته تللي وو.

حکمتیار په دغه ناسته کې ویلي چې افغان ولس سوله غواړي؛ افغانان له «دې تپل شوې» جگړي ستومانه دي او له هغو كركه او نفرت لري چي د جنگ پر دوام ټينگار كوي.

هغه وایي:« په حقيقت كي جنگ غوښتونكي هغه دي چي جنگ پرېمانه امتيازات وركړي؛ دوه تابعيته دي؛ كورنۍ یې بهر كې دي؛ په جنگ كي د دوى زامن نه وژل كېږي؛ د دې هيڅ پروا نه لري چي هره ورځ په سلگونو مظلوم افغانان په وينو كي رغړي.»

د ده په وینا، د افغانستان روان څلوېښت كلن جنگ وښوده چي: د اشغال دوران تېر شوى؛ هيڅ ځواك نشي كولى د فوځ او وسلو په زور هېوادونه اشغال او د تل لپاره ئې په خپل واك كي وساتي؛ د پرديو د مټو او مالي – نظامي مرستو په زور هم هيڅوك نشي كولى پر يوه هېواد حكومت وكړي او خپل قومي او سياسي حريف او سيال حذف كړي.

حکمتیار زیاتوي:«ډېر د پرديو په زور ارگ ته رسېدلي؛ خو له ارگ یې جنازې وتلې؛ او نن، نه په هېواد كې قبر لري او نه په بهر كې.»

حکمتیار چې د ملي مصالحې عالي شورا د رییس ډاکټر عبدالله په مشرۍ له پلاوي جدا د مسکو غونډې ته تللی،  وایي:«بايد ټولو ته واضح وي چي د افغانستان بحران څو لوري لري؛ څو ذيدخل بهرني هېوادونه؛ د كابل حكومت او وسله وال مخالفين یې او هغه چې په جنگ كې ښكېلو لوريو سره نه دي او سوله غواړي؛ موږ له همدې لوري يو؛ د ملت غوڅ اكثريت همداسې دی؛ د مخكنيو ناستو يو عيب دا وو چي دوه اړخيزي وې.»

د ده په وینا ډاډمنې سولې ته د رسېدو لپاره باید د دوحې معاهدې ته ټول لوري ژمن پاته شي؛ ټول بهرني ځواكونه له افغانستان ووځي؛ متحده ايالات دي په خپلي ژمني عمل وكړي؛ په كور د ننه او  په افغانستان او سيمي كي دې «نه د جنگ غوښتونكو بدو عزائمو ته تسليمېږي او نه د هغو توطئو ته چي هڅه كوي امريكا څو كلونه نور هم په دې ناكام او خونړي جنگ كي ښكېل پاته شي»

هغه زیاتوي چې دا جنگ له افغانانو وروسته تر ټولو زيات د امريكا په زيان دی.

د حزب اسلامي مشر وایي:« د كابل اوسنى حكومت؛ د اشغال محصول او د جنگ ستر عامل دی؛ په شتون كې يې جگړه پاى ته نشي رسېدلى؛ ټول بايد دا حقيقت ومني چي سولي ته د رسېدو لپاره د دې حكومت تعويض او پر ځاى يې داسي حكومت جوړول ضروري دي چي ټولو ذيدخلو لوريو ته د منلو وړ وي؛ د افغانانو په خوښه او د بين الافغاني مذاكراتو له لاري رامنځته شي؛ په كوم بهرني هېواد پوري تړلى نه وي؛ افغانستان د رقيبو هېوادونو د سياليو او وسله والو رقابتونو په ډگر بدل نه كړي؛ له ټولو سره ېې اړيكي رغنده، متوازنې او په بشپړه بې طرفي ولاړي وي. د افغانستان سټراټيژيك موقعيت داسي دی چي منسلك او په بل پوري تړلى كابل؛ په اوږد جنگ منتج كېږي؛ په شوروي اتحاد پوري تړلى كابل مو هم تجربه كړ او په ناټو پوري تړلى كابل هم؛ چې روان څلوېښت كلن خونړى جنگ د همدې غلطو سياستونو زېږنده وو.»

هغه وایي، چې  په جګړې كې ښكېل لوري دې له فوري، ډاډمن او له قید او شرط پرته اوربند سره توافق وكړي؛ كه د بې باورۍ او عدم اعتماد له كبله له قید او شرط پرته اوربند منل ورته ګران وي نو له مشروط اوربند سره دي توافق وكړي.

خو هغه زیاتوي:« طالبان څو معقولې غوښتني لري چي بايد تمكين ورته وشي؛ دوى حق لري د اوربند لپاره ځيني شرایط وضع كړي؛ لكه دا چي مقابل لورى دې نوي حكومت ته د اقتدار له انتقال سره خپل توافق اعلان كړي، د دوى محبوسين دي خوشي شي، او د امريكا له تور فهرست دې د دوى نومونه حذف شي. اوربند او د افغانانو د وينو تويېدو مخنيوى په دې ارزي چي د دغو غوښتنو په منلو كي يوه شېبه هم ځنډ رانشي.»

ده وویل چې حكومت له حزب اسلامي سره د كړې معاهدې ټول بندونه تر پښو لاندي كړل؛ حتى نږدې درې زره بنديان لاتراوسه په زندان كي پاته دي؛ په داسي حال كي چي د معاهدې له مخي بايد د حزب اسلامي ټول زندانيان د دوو مياشتو په منځ منځ كي آزاد شوي وى.

حکمتیاز زیاته کړه:«طبيعي ده او طالبان حق لري چي دغو تخلفاتو ته په پام سره؛ د كابل په چارواكو باور ونه كړي او د خپلو شرایطو او غوښتنو د تحقق تضمينات ترلاسه كړي.»

د ده په اند، د نوي حكومت لپاره تر ټولو غوره بديل دا دی چي نه ائتلافي وي او نه په سياسي او قومي بنسټونو وېشل شوى، دا ځكه چي ائتلافي حكومت ممكن نه دی؛ بدي پايلي یې درلودې؛ خونړۍ جگړي یې رامنځته كړې.

د ده په وینا، هيڅ عاقل او وطنپال افغان بايد د دغو ناكامو تجربو د بيا تكرار غوښتنه ونه كړي.

هغه زیاته کړه:«په قومي بنسټونو د حكومتونو وېش هېوادونه د تجزيې په لور بيايي او متحد ملتونه سره بېلوي او په كورنيو جگړو یې اخته كوي. د افغانستان په اوسنيو ظروفو كې دا كار اصلاً ممكن نه دی؛ دا ځكه چي له يوې خوا داسې گوند او شخصيت نه مومو چي د يوه قوم او توكم ممثل وي او كوم قوم د وكيل او استازي په توگه ټاكلى وي؛ كه څه هم ځيني قومپال گوندونه رامنځته شوي چي د يوه لوى توكم او قوم يوه وړه برخه یې راغونډه كړې چي په هيڅ توگه او د هيڅ معيار له مخي نه يو اغېزمن سياسي حزب گڼل كېدى شي او نه د كوم قوم او توكم استازى او وكيل. له بلي خوا داسي منل شوى معيار هم نه لرو چي له مخي ئې د يوه توكم او قوم حقيقي سهم وټاكل شي؛ نه دقيقه احصائيه لرو او نه داسي شفاف او عادلانه انتخابات تر سره شوي چي له مخي یې د هر قوم او توكم، او د هر سياسي حزب او شخصيت؛ واقعي حيثيت او وجاهت تثبيت شي. په كار دا ده چي زموږ ټول سياسي گوندونه ملت شمول وي او ملي وحدت تمثيل كړي.»

حکمتیار زیاتوي چې افغانستان له اوسني بد حالت يوه باثباته او غوره حالت ته د تلو لپاره يوه داسي موقت حكومت ته ضرورت لري چي ټولو ته د منلو وړ وي، متحد، يولاسى او له لانجو او نزاع فارغ وي، موده يې لنډه او دنده يې یوازې دا وي چي په همدې موده كي به د قانوني او اصولي حكومت د جوړېدو په څرنگوالي، سياسي اجماع رامنځته كېږي او د همدې اجماع او توافق له مخي به دا حكومت جوړېږي او اقتدار به له ځنډ پرته هغه ته انتقالېږي.

د په خبره، د دې حكومت تر څنگ به داسي عالي شورى جوړېږي چي په انتقالي دوره که به د تصاميمو وروستۍ مرجع وي؛ حكومت به یې د پرېكړو مجري وي او د حكومت پر كړنو به نظارت لري.

دی وایی، د دولت دا عالي شورا به د هغو لوريو په مشوره جوړېږي چي دا انتقالي حكومت د هغوی د توافق په پایله کې رامنځته كېږي.

د حزب اسلامي مشر زیاتوی:«که د كابل له اوسني حكومت؛ نوي موقت حكومت ته اقتدار په سوله ايزه توگه انتقال نشي او بهرني ځواكونه تر دې وړاندي له افغانستانه ووځي؛ نو يقيناً چي هېواد به له يوه بل ناورين او فاجعې سره مخامخ شي. نه يوازي دا حكومت به ډېر ژر نسكورېږي؛ بلكي ټول نظام او ملكي، امنيتي او نظامي بنسټونه به یې متلاشي كېږي او په هېواد كي به يو ځل بيا؛ هغه فاجعه تكرارېږي چي د نجيب په ضد د ده د ملگرو له كودتا وروسته رامنځته شوه.»

هغه وایي چې د انتقالي حكومت په دوران كي بايد د انتخاباتو په داسي طرحي او اسلوب توافق وشي چي په ټولو برخو كي له اسلامي لارښوونو او اصولو سره مطابقت ولري.

حکمتیار زیاتوي چې د همدې طرحي د عملي كولو لپاره داسې مستقل هيئت ټاكل چي غړي يې اسلام ته ژمن، په دين پوه، ټولو ته د منلو وړ، معتمد، معتبر، بې طرف، د ښه وجاهت او سابقې خاوند او اهل وي.

هغه وایي: «د همدې موافقې او طرحي مطابق به هم جمهور رئيس غوره كېږي، هم د ملي شورا غړي، هم د ولايتي او ولسواليو شوراگانو غړي، او په دې توګه به د هغې لويې او سترې شورا لپاره لار آوارېږي چي د ټول ملت؛ واقعي استازيتوب كولى شي او د هرې مهمي ملي قضيې په اړه د وروستۍ پرېكړي صادرولو صلاحيت ولري.»

د حزب اسلامي مشر زیاتوي چې، همدا شورا به د اساسي قانون، راتلونكي نظام، د هېواد كورني او بهرني سياستونه، د زعيم په انتخاب كې د ملت ونډه، سياسي احزاب او حيثيت یې، د اردو او امنيتي ځواكونو د جوړولو څرنګوالى او نورو مهمو ملي مسائلو په تړاو وروستي تصاميم نيسي.

حکمتیار د خپلو خبرو په پای کې ویلي:«دا مهم ملي مسائل بايد همداسي يوې ستري شورا ته محول شي، نه يې انتقالي حكومت ته سپارلى شو او نه يې د سياسي او نظامي لوريو خپلمنځيو توافقاتو او راكړي وركړي ته پرېښودى شو.»

Visits: 940

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.