ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو کمېسيون: د افغانستان د ټول نفوس نږدې ١٤ سلنه معلوليت لروونکي کسان دي

د بشري حقونو کمېسيون: د افغانستان د ټول نفوس نږدې ١٤ سلنه معلوليت لروونکي کسان دي

author avatar
28 Mar 2021 - 17:38
د بشري حقونو کمېسيون: د افغانستان د ټول نفوس نږدې ١٤ سلنه معلوليت لروونکي کسان دي
author avatar
28 Mar 2021 - 17:38

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۰): د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د جګړې او ځينو نورو عواملو له امله په افغانستان کې څه باندې ٤،٤ ميليونه کسان معلول شوي دي، نو بايد د سولې په پروسه کې هم ونډه ورکړل شي.

د ياد شوي کمېسيون چارواکي زياتوي، په دغه برخه کې يې د هېواد په ٢٢ ولايتونو کې يوه څېړنه ترسره کړې او له ١٥٠٤ معلولو کسانو سره يې پرې خبرې کړې دي. د سروې شويو کسانو له ډلې ٧٩،٣ سلنه يې نارینه او پاتې نور يې ښځې دي.

د ياد کمېسيون کمېشنرې بنفشې يعقوبي په دې اړه رسنيو ته وويل چې په افغانستان کې ٤٤٧٥٨٠٠ کسان معلول دي چې د ټول نفوس ١٣،٩ سلنه جوړوي.

د نوموړې په وينا، دغه کسان د جګړې، ترافيکي پېښو، په خپلسر د درملو استعمال، د واکسين نه تطبيقولو او ځينو نورو عواملو له امله معلول شوي دي.

يعقوبي زياته کړه، د همدې څېړنې په اساس د سروې شويو کسانو له ډلې ٤٣٥ يې زده کړو ته لاسرسى لري او پاتې نور يې نه لري.

دې وويل، د همدې څېړنې پر بنسټ د سروى شويو کسانو له ډلې ١٢٢٤ يې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري او پاتې نور يې نه لري.

هغې زياته کړه، د سروې شويو ١٥٠٤ کسانو له ډلې څخه ٤٢٧ يې دندو ته لاسرسى لري او پاتې نور يې نه لري.

بنفشې يعقوبي دا هم وويل چې په ١٣٩٩ کال کې ١٥٦ معلولينو د بشري حقونو په کمېسيون کې خپلې قضيې د حل لپاره ثبت کړې دي.

د نوموړې په خبره، معلولين د افغانستان د جګړې اصلي قربانيان دي، بايد د سولې په پروسه کې هم پوره ونډه ورکول شي.

هغې وړانديز وکړ چې له کوم تعصب پرته بايد معلولينو ته په ټولو دولتي ادارو کې د کار کولو زمينه برابره شي او ترڅنګ يې بايد روغتيايي او د زده کړو اسانتياوې هم ورته برابرې شي.

د يادونې ده چې په افغانستان کې له تېرو شاوخوا څلورو لسيزو راهيسې جګړې روانې دي چې له امله يې هره ورځ يو شمېر کسان وژل کيږي او ځينې نور بيا معلوليږي.

Visits: 71

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.