Pajhwok Afghan News

مزارشريف کې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ شپږ ماشومان ټپيان کړل

مزارشریف (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۰): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې مزارشریف کې د چسپکي ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ شپږ ماشومان ټپیان شوي دي
د دې ولايت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه کابو اته بجې د مزار ښار د څلورمې ناحیې اړوند د یوه قومي مشر په کور کې شوې ده.
د ده په وينا، د پولیسو لومړني معلومات په ډاګه کوي چې چسپکي ماین د قومي مشر ګل اغا قریه دار په شخصي کرولا موټر کې ځای پر ځای شوی و.
هغه زیاته کړه، چاودنه کې دغه قومي مشر ته زیان نه دی اوښتی خو د کورنۍ شپږ تنه ماشومان یې ټپیان شوي دي.
د بلخ د ملکي روغتون یو ډاکټر جاوېد حبیبي هم وایي، روغتون ته د پېښې له ځایه شپږ تنه ټپي شوي ماشومان لېږدول شوي چې له ډلې يې د دوو تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د چاودنې مسوولیت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخیستی.

Views: 37

Exit mobile version