Pajhwok Afghan News

په غزني کې د ٢٣ طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

غزني ښار (پژواک، ٣ غويي ١٤٠٠): امنيتي مسوولين وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په غزني ولايت کې ٢٣ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د ٢٠٣ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان مومند وايي چې تېره ورځ افغان ځمکني او هوايي ځواکونو د غزني ولايت د مرکز په اروز او اسفنده او د مقر ولسوالۍ په غوجان سيمو کې د طالبانو پر وړاندې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغه عملياتو کې ٢٣ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

همداراز دى زياتوي چې د طالبانو یوه اندازه وسلې، مهمات او نظامي توکي هم د دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

مومند وايي چې په دغه عملياتو کې د طالبانو يو شمېر ځاى پرځاى شوي ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي رحيم الله هم وايي چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت په بېلابيلو سيمو کې جګړې روانې دي.

هغه زياتوي: ((په مرکز کې، په مقر کې په دهيک او نورو ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي، د زرګونو کسانو کډې په شا دي يوه او بله خوا روان دي، دغه حالات بايد نور کنټرول شي.))

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې طالبانو د غزني ښار په ارزو سيمه کې د حکومتي ځواکونو دوه پوستې نيولي دي.

هغه وايي چې د پوستو د نيولو پرمهال لس حکومتي سرتېري وژل شوي او يو بل يې ژوندى نيول شوى دى.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

Views: 28

Exit mobile version