منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امريکا د خپلو سرتېرو خونديتوب لپاره بي ٥٢ ډوله الوتکې رالېږلې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۰ کتنې
طیاره
طیاره

کابل (پژواک، ٤ غويى ١٤٠٠) : د امريکا دفاع وزارت ويلي چې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د خوندي ايستلو لپاره یې سيمې ته يو شمېر بي ٥٢ ډوله الوتکې لېږلې دي.

بلخوا امريکايي اژانس اې پي د دوو دغه ډول الوتکو عکسونه خپاره کړي چې په قطر کې امريکايي پوځي اډه کې ناستې دي.

د امريکا دفاع وزارت پرون ويلي چې يادې دوه الوتکې سيمې ته رسېدلې دي او ښايي چې يو شمېر نورې هم ولېږل شي.

په واشنګټن کې د دفاع وزارت پنټاګان وياند جان کربي خبريالانو ته ويلي چې د طالبانو له خوا تر سختو څرګندونو وروسته يې دغه ډول احتياطي تدابير نيولي دي.

ده زياته کړې: (( بايد داسې وګڼو چې هر څه کېداى شي، له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو پر مهال له مقاومت سره مخ کېداى شو.))

هغه نور جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل چې دوى له افغانستان څخه خپل ځواکونه په خوندي او مسوولانه توګه وباسي.

د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې ‌ د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو، د هوا له لارې د پوځیانو او وسایلو ایستل تر ټولو خوندي لاره ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.