خوست (پژواک ۷ غویی ۱۴۰۰): د خوست امنیتي مسوولين وايي چې په خوست ګربزو ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې يو سرحدي پولیس وژل شوی او پر دوو ماشومانو سربېره درې سرحدي پوليس ټپيان شوي دي.
د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول نجیب احمد نجیب، پژواک اژانس ته وويل چې د خوست ګربزو ولسوالۍ د ګلان په کمپ کې نن مازيګر شاوخوا څلور بجې په يو وېټز ډوله موټر پسې چسپکي ماين چاودنه شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې درې سرحدي پوليس او دوه ماشومان ټپيان شوي او يو سرحدي پوليس وژل شوی دی.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن