ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي پوهان: د کرونا نوي ډول نښې له مخکني سره توپیر لري، عادي یې مه نیسئ

طبي پوهان: د کرونا نوي ډول نښې له مخکني سره توپیر لري، عادي یې مه نیسئ

author avatar
29 Apr 2021 - 09:17
طبي پوهان: د کرونا نوي ډول نښې له مخکني سره توپیر لري، عادي یې مه نیسئ
author avatar
29 Apr 2021 - 09:17

کابل (پژواک، ۹غویی ۱۴۰۰): د طبي چارو ځيني پوهان د کرونا نوي ډول نښې د همدې ناروغۍ له مخکني ویروس سره بدلې ګني او وايي، دغه نوعه په چټکتیا سره د خپرېدو په حال کې ده او خلک یې باید په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.

کرونا ویروس لومړی ځل د ۱۳۹۸ کال په لېندۍ میاشت کې د چین په اوهان کې خپور شو، ورپسې د نړۍ نورو هېوادونو ته ورسېد، په افغانستان کې یې لومړۍ مثبته پېښه د همدغه کال د کب په پنځمه په هرات ولایت کې ثبت شوه چې تر اوسه پرې ۵۹ زره او ۵۰۰ کسان اخته شوي او ۲۶۱۸ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر ۱۵۰ میلیونه ډېر کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي، څه باندې ۱۲۷ میلیونه کسان ترې بېرته روغ شوي خو تر ۱،۳ میلیونه ډېر کسان یې له امله مړه شوي دي.

د کرونا نوې بڼه چې د انګلیسي بڼې په نوم هم یادېږي، له څه مودې وروسته لومړی ځل اینګلستان کې ثبت شوه، وروسته د سیمې هېوادونو او د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته هم را رسېدلې ده.

د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې د کرونا نوي ډول (انګلیسي بڼه) څه باندې  ۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي.

د کابل ښار په یوه خصوصي روغتون کې موظف ډاکتر احمد جواد قریشي پر خپله فېسبوک پاڼه د: «دغه اطلاعات د ځان لپاره وساتئ، له کورنۍ او دوستانو سره یې شریک کړئ. د مهربانۍ له مخې مراقبت وکړئ او په امن کې پاتې شئ.» تر عنوان لاندې خپور کړی دی.

په یاد مطلب کې راغلي: “که تبه او ټوخی نه لرئ، نوې نښې نادیده مه ګڼئ! د کرونا ویروس دویمه څپه د اورلګېدنې په څېر د خپرېدو په حال کې ده او نښې یې په بشپړ ډول د لومړۍ څپې په څېر نه دي، دغه ویروس کولای شي د ناروغ جسمي او رواني روغتیا اغېزمنه کړي.”

ډاکتره قریشي وايي، اوس مهال خلک د لومړۍ څپې پر مهال د کرونا د مهشورو نښو، ټوخی، تبه، ستړیا، لړزه، د بوی او خوند حس له لاسه ورکولو اړوند معلومات لري خو تازه څېړنې ښيي چې د کرونا تغییر شوي ډول کې تازه نښې «د ژبې برخه کې لیدل شوې» د ډېرو کسانو د خولې په برخه کې ټپونه تشخیص شوي دي.

هغه لیکلي: “کله چې یو کس د خولې له لارې پر دغه ویروس اخته کېږي، بدن یې په خوله کې د اوبو تولیدولو توان نه لري، په خوله کې وچوالی او سرېښناکتوب رامنځته کېږي. پر کرونا ناروغۍ اخته کسان ښايي د خبرو او خوړو د ژوولو برخه کې ستونزه ولري.”

دغه راز له تبې، ګنګسیت پرته نورې نښې هم لري چې دا تشخیصولای شي چې تاسو د کرونا پر نوې نوعه اخته شوي یاست.

د سرچینې په خبره، د خولې برخه کې نښې، غیر معمولي ټوخی، د سترګو د رنګ سوروالی، ساه لنډي، د معدې درد، د زړه درد، د زړه ضربان او نورې د کرونا ویروس د نوي ډول نښې دي.

ډاکتر سلیم عاطف په خپله فېسبوک پاڼه د «ویروس بیا راغلی، دا ځل له طوفاني چلنده، تاکتیک او انرژۍ سره» تر عنوان  لاندې مطلب خپور کړی دی.

په دغه مطلب کې راغلي: “موږ ټوخی نه کوو، له تبې پرته خو د مفصلونو درد، د اشتها له لاسه ورکول او سینه بغل! البت د مرګ او میر کچه یې ډېره ده او طوفاني حالت ته د رسېدو لپاره کم وخت نیسي. ځيني وخت هېڅ نښې نه وي موجودې… راځئ مراقب و اوسو.”

ډاکتر عاطف لیکلي: “له دې وروسته د حلق او انفي لعومي ناحیه کې د ویروس ټولېدل مستقر نه دي! بلکې پر مستقیم ډول پر ریې تاثیر کوي؛ په دې معنا چې د ناروغۍ دوره لنډېږي. ما داسې ناروغان کتلي چې تبه نه لري، خو د سینې د اکسرې راپور یې سینه کې د متوسط سینه بغل ښکارندوی دی.”

هغه د یوه ډاکتر په توګه خلکو ته سپارښتنه کوي چې د بېروبار له سیمو لرې پاتې شي، له ماسک څخه استفاده وکړي او خپل لاسونه په تکراري ډول په پرېمینځي.

نوموړي لیکلي: “د کرونا دا څپه د مخکې په پرتله ډېره مړینه لري، له دې امله باید ډېر مراقب پاتې شو او هر ډول احتیاط وکړو. د مهربانۍ له مخې د دوستانو او کورنۍ ترمنځ د قوي عامه پوهاوي ورکوونکي عمل وکړئ او په اړیکه کې و اوسئ… ”

افغان ــ جاپان روغتون د جدي مراقبتونو یا (ICU) برخې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي له پژواک سره خبرو کې د کرونا بدل شوي نوعې نښې تایید کړې او ویې ویل، د پخوانیو نښو ترڅنګ کرونا ناروغانو کې ځينې نوې نښې لیدل کېږي.

هغه زیاته کړه، د کرونا مخکنۍ نښې تبه، ټوخی، ځان دردي، د ستوني درد، ساه لنډي، اسهالات او د پوست خارښت و، خو اوس ځینې ناروغان تبه، ټوخی، ستوني درد او ځان درد نه لري.

نوموړي د سترګو سرخي، ساه لنډي، معدې درد، زړه درد، د زړه ضربان او د ژبې د رنګ تغییر او التهابي کېدل د کرونا ناروغۍ نوې نښې بولي.

فیضي د COVID ژبه هم د دې ناروغۍ نوې نښه وبلله او ویې ویل، د دې نښې په ښکاره کېدو سره د ناروغ ژبه په بشپړ ډول وچېږي او ناروغ د ناراحتۍ احساس کوي.

هغه روښانه کړه چې COVID ژبه التهابي ګډوډي ده چې معمولاً د ژبې په پاسنۍ برخه او څنډو کې ښکاره کېږي.

نوموړی وايي، خلک باید د کرونا نښو د نه ښکارېدو په صورت کې کرونا نادیده ونه ګڼي؛ ځکه د کرونا ځينو ناروغانو کې یو شمېر نښې نه لیدل کېږي خو کس پر کرونا اخته وي.

هغه د کرونا ویروس د نوې نوعې خپرېدو قدرت ډېر او شدت یې د مخکنۍ دورې په پرتله کمزوری وباله خو ویې ویل، د کرونا د تازه هندي نوعې خپرېدو او شدت دواړو قدرت ډېر دی.

د روغتیايي چارو دغه پوه د کرونا نوې نوعه ټيټ معافیت لرونکو کسانو ته د خطر زنګ بولي او وايي، د هغو کسانو لپاره چې مزمنې ناروغۍ لکه شکر، ایډز، تبرکلوز، زړه ناروغي او … لري او ان حامله ښځو ته چې د بدن معافیت یې کمزوری وي، خطرناکه ده.

هغه وویل، د کرونا پر تغییر شوی ډول (اينګلسي نوعه) ټول کسان، په ځانګړې توګه ډېر عمر لرونکي کسان اخته کېږي. خو د کرونا پر نوې هندي نوعه ټول خلک اخته کېږي.

هغه د هندي کرونا مړینې کچه د کرونا له نورو ډولونو لوړه وبلله او زیاته یې کړه چې نوی ډول هندي کرونا، د ماشومانو په ګډون په ټولو کلونو کې مړینه لري.

فیضي، په افغان- جاپان روغتون کې بستر ناروغانو ته په اشاره وویل چې مخکې ډېری بستر ناروغان د پاخه عمر کسان وو خو اوس په هر عمر کې کسان بستري لري.

د هغه په خبره، په بستر ناروغانو کې ډېری ښځې دي.

هغه څرګنده کړه: “په وروستیو کې مو په افغان- جاپان روغتون کې د ۱۲ کلونو دوو ماشومانو مثبتې پېښې هم درلودې چې اکسېجن ته یې اړتیا نه درلوده؛ خو د کرونا کلکې نښې نښانې یې درلودې.”

د یادونې ده، ځینو بهرنیو رسنیو هم د ټیټ عمر کسانو، حتی د ماشومانو اخته کېدو ته هم اشاره کړې ده.

یوه ایراني سایټ هم په یوه راپور کې لیکلي چې په نورماله کرونا کې، ډېری د لوړ عمر لرونکي کسان په جدي ناروغۍ اخته کېږي؛ خو په نوې بڼه کرونا کې د لږ عمر کسانو، ان ماشومانو کې د هغې نښې نښانې لیدل کېږي.

نوموړي د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې په هېواد کې د کرونا پېښو کموالي لپاره په ښوونځیو، پوهنتونونو، د ودونو هوټلونو او بېروبار ځایونو کې بندیزونه ولګېږي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې ټولنیزه فاصله مراعات کړي او ماسک وتړي.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د کرونا له مخکنۍ بڼې سره د نوې بڼې د نښو نښانو، د سرایت ځواک او دا چې تر ډېره د کوم عمر کسان پرې اخته کېږي په اړه ځواب ونه وایه.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر مخکې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د کرونا واکسین چې عملاً په افغانستان کې د عملي کېدو په حال کې دی، یوازې مخکنۍ کرونا ته نه، بلکې د نوې بڼې لپاره یې هم ګټور دي.

Visits: 724

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.