ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان خوست ک  ووژل شو

د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان خوست ک ووژل شو

author avatar
11 May 2021 - 21:29
د پکتیا پخوانی امنیه قوماندان خوست ک  ووژل شو
author avatar
11 May 2021 - 21:29

خوست ښار (پژواک، ۲۱ غويي ۱۴۰۰): امنيتي مسوولين وايي، د‌ پکتيا ولايت پخوانی امنيه قوماندان جنرال اختر محمد شاهين په خوست کې په يو وسله وال برید کې ووژل شو.

د خوست امنيه قوماندان پاسوال محمد داوود امين د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې پر جنرال اختر محمد شاهين دغه برید نن له روژه ماتي مخکې د دغه ولايت د تڼيو ولسوالۍ د للمۍ کوکټي په ژۍ کلي کې شوی.

هغه زیاته کړه، ، نوموړی په خپل شخصي موټر کې کې چېرې روان و، چې وسله والو د سراچه ډوله موټر څخه پرې ډزې کړي او ځای پرځای ووژل شو.

نوموړي وويل وسله وال کسان له سيمې تښتيدلي، خو وايي پلټنې يې روانې دي.

امنيه قوماندان داوود امين زياته کړه، په دغه وسله وال برید د جنرال اختر محمد شاهين ترڅنګ درې نور کسان هم وژل شوي،چې یو يې کاکا دی.

اخوا د خوست د خوست د ولايتي شورا رئيس کفيل ريحان پژواک ته وويل، چې په وژل شویو کسانو کې د جنرال اختر محمد شاهين نهه کلن زوی او يو زوم هم شامل دي.

د دغه برید مسوولیت تردې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه ويلي.

Visits: 81

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.