ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د «موټرو لوګي تصفیه کووونکي مواد» له هراته ایران او پاکستان ته قاچاق کېږي

 د «موټرو لوګي تصفیه کووونکي مواد» له هراته ایران او پاکستان ته قاچاق کېږي

author avatar
11 May 2021 - 11:00
 د «موټرو لوګي تصفیه کووونکي مواد» له هراته ایران او پاکستان ته قاچاق کېږي
author avatar
11 May 2021 - 11:00

هرات (پژواک، ۲۱غویی ۱۴۰۰): په هرات کې یو شمېر موټر پلورونکي، موټر لرونکي او مستریان وایي چې په دغه ولایت کې ځیني واردوونکي او مستریان د موټرو لوګي «تصفیه کوونکي مواد» پېري او پلوري او قاچاق کوي یې.

هغوی وایي چې له څه مودې راهیسې په دغه ولایت کې د موټرو ځیني واردوونکي او مستریان د موټرو لوګي تصفیه کووونکې ډبرې چې د موټړو په اګزاز کې ځای شوې، را وباسي او ایران او پاکستان ته یې قاچاق کوي.

د دوی په وینا، د موټرو یو شمېر واردوونکي په ګمرکونو کې هم دغه توکي د پلور او قاچاق لپاره د موټرو له اګزازونو را وباسي.

په هرات کې موټر پلورونکي او مستریان وایي، د دغو توکو بیه چې د ډبرې په ډول دي، په هر موټر کې د هغه ماډل ته په کتو توپیر لري.

هغوی وایي، دغه توکي له پنځو زرو تر ۴۰زرو افغانیو ارزښت لري.

د موټرو مستري امېد وویل چې د ورځې ډېر موټر جوړوي او د ډېریو له اګزازونو د لوګي تصفیه کوونکي مواد لري شوي دي.

هغه پژواک ته وویل چې په تېر کال کې د موټرو یو شمېر واردوونکو، مستریانو او پلورونکو د لوړ ماډل موټرو له اګزازونو لوګي تصفیه کووونکي توکي ایستلي او ایران او پاکستان ته یې قاچاق کړي دي.

امېد زیاته کړه چې په ایران کې له دغو توکو د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره ګټه اخیستل کېږي او دغه مواد له ایرانه دوبۍ او څو نورو هېوادونو ته صادرېږي.

دغه مستري وویل چې د نړیوالو جوړوونکو شرکتونو له خوا د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره په هر موټر کې د هغه ماډل ته په کتو له یوې تر څلورو لوګي تصفیه کووونکي ډبرې اېښودل کېږي او په لوړ ماډله موټرو کې له ۳ تر ۴ دغه ډبرې شتون لري.

د موټرو مستریان وایي، له موټره د دغو موادو په لرې کولو سره تېل ډېر مصرفیږي او لوګی هم کوي.

په هرات کې بل مستري ګلاب شاه پژواک ته وویل، دا مهال دغه لایت ته له ۷۰ سلنې ډېر وارد شوي موټر لوګي تصفیه کووونکې ډبرې نه لري.

هغه وویل چې ځیني مستریان دغه مواد له موټرو غلا کوي.

په یاد ولایت کې یوه موټر پلورونکي سیداحمد وویل چې د هغه موټر بیه چې لوګي تفصیه کووونکي توکي لري، له هغه موټر سره چې دا مواد لري، ۲۰ تر ۴۰زرو افغانۍ توپیر لري.

هغه وویل چې دا مهال هم په دغه ولایت کې ځیني موټر د لوګي له تصفیه کووونکو توکو پرته ګرځي چې هوا یې ککړه کړې ده.

یو شمېر هراتیان، بهر ته د دغو توکو قاچاق اندېښمن کړي او وایي که یې مخه ونه نیول شي، هېواد کې به هوا نوره هم ککړه شي.

په ورته مهال، هغو کسانو چې دغه مواد پېري او پلوري د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وویل چې دغه توکي په ایران کې د تومان بیې ټيتوالي له امله په پاکستان کې ښه بازار لري.

د هرات چاپېریال ساتنې رییس حضرت علي ابدالي له موټرو د لوګي تصفیه کووونکو موادو ایستل او قاچاق د هوا ککړتیا لپاره یو جدي ګواښ ګڼي او وایي، هغه موټر چې دا مواد نه لري، ډېر لوګی کوي. د هغه په خبره، دې موضوع ته د رسېدنې لپاره به د چاپېریال ساتنې ریاست، ترافیکو ریاست، څارنوالۍ، پولیسو او ښاروالۍ ګډ کمېسیون جوړ شي.

بلخوا د هرات ترافیکو مدیریت وایي، له دغه بنسټ سره تر اوسه په دې اړه کوم شکایت نه دی شریک شوی.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د هېواد په لویو ښارونو کې زرګونه کسان د هوا ککړتیا له امله ناروغ کېږي او ان ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په هېواد کې نږدې ۵۰۰۰ کسان د هوا ککړتیا اړوند ناروغیو له امله مړه شوي دي.

Views: 1594

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.