ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ولس د ستونزو اورېدو او جمهوریت په ملاتړ غونډه وشوه

په کندهار کې د ولس د ستونزو اورېدو او جمهوریت په ملاتړ غونډه وشوه

کندهار (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د کندهار سلګونو قومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د ولس د ستونزو اورېدو او جمهوریت په ملاتړ جوړه شوې وه.

د غونډې برخه والو د اسلامي جمهوریت د ملاتړ تر څنګ په کندهار کې د ناامنیو تر څنګ په خدماتي برخو کې د ستونزو یادونه وکړه او د هغوی حل یې وغوښت.

غونډې ته د ولسمشر سلاکار ابراهیم الکوزي وویل، په دغه ولایت کې ستونزې او روانه ناامني د بې اتفاقۍ له امله دي؛ که ټولو قومونه یو نه شي، نو تر دې بد حالات راتلای شي.

هغه زیاته کړه، راځئ د کندهار ټول اوسېدونکي په یووالي د نظام/جمهوریت ملاتړ وکړو، څو له دې لارې د کندهار ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.

قومي مشر عظم خان سمندر وویل، د سر په بیه له خپل اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ کوي، خو خلکو ته باید د هغوی حقوق ورکړل شي او کندهار باید له ټیکه دارانو او کمېشنکارانو وژغورل شي.

د کندهار یوه دیني عالم مولوي محمد حق وویل، په مهمو ادارو کې د لوی کندهار د ولس نمایندګي کمه ده او دې برخې ته باید جدي پام  وشي.

هغه د بېلګې په توګه د سولې شورا یاده کړه چې د دې سیمې ولس ته په کې مناسبه ونډه نه ده ورکړل شوې.

ده د سولې د هڅو پر پراختیا ټینګار وکړ او ويې ویل، څرګنده ده چې یواځې یو لور هم په افغانستان کې په یواځې ځان حکومت نه شي کولای او نه څوک د زور له لارې واک تر لاسه کولای شي، نو بیا جګړه د څه لپاره ده؟

ده پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې سوله وکړي او ګډ حکومت دې جوړ شي.

د تخته پل یوه قومي مشر بیا له ناامنۍ سر ټکاوه او ویل یې، داسې ورځ به کمه وي چې په دې ولایت کې خلک په هدفي وژنو کې نه وژل کېږي.

ده د امنیتي ځواکونو د سرښندنو ستاینه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې د نظام ملاتړ وکړي او د خپلو امنیتي ځواکونو سره دې د امنیت د لا ښه خوندیتوب لپاره همکاري ډېره کړي.

یو شمېر نورو ویناوالو بیا په خدماتو برخو کې د ستونزو یادونه وکړه او د ولسمشر له سلاکاره یې وغوښتل چې ستونزې یې د حل په موخه تر ولسمشرۍ ماڼي ورسوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.