کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳): د کابل ښاروالي وايي چې د پغمان ولسوالۍ پخواني سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې د ۱۱۷ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په حضور کې د ۱۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د پغمان پخواني سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوي.

د ودانیزو چارو مرستیال ویلي، کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورټي زېربناوو د پراختیا په موخه د یاد سړک یوه لیکه له قرغې بند سیمې تر طاق ظفر پورې د ۹۱۵۳ مترو په اوږدوالي او د اووه مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري جوړېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د جوړولو چارې به د ۱۱ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه سړک په جوړېدو سره به د پغمان تفریحي سیمې ته د تلونکو خلکو او د څوارلسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.