ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسله والو کابل کې د ښارجوړونې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس وواژه

ناپېژاندو وسله والو کابل کې د ښارجوړونې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس وواژه

author avatar
30 May 2021 - 15:43
ناپېژاندو وسله والو کابل کې د ښارجوړونې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس وواژه
author avatar
30 May 2021 - 15:43

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۰): ناپېژاندو وسله والو نن سهار د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند د ښارجوړونې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس عارف الله عارف وژلی او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې د عارف الله عارف په نوم کس، نن سهار شاوخوا ۹بجې د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند نیازبیک سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې برید کې د عبدالرازق په نوم یو بل کس ټپي شوی دی.

هغه د عارف الله او عبدالرازق د هویت په اړه معلومات ورنه کړل؛ خو یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل چې عارف الله عارف د ښارجوړونې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس و.

هغه زیاته کړه چې عارف الله عارف نن سهار دندې ته د تګ پر مهال د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت دغه برید غندلی او تایید کړې یې ده چې د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رییس نن سهار د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

د یادونې ده چې د دغه برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.