کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰) : د کابل ښار ددریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نن تر ماښام وروسته دوه چاودنې شوې دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د غبرګولي په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې لومړۍ چاودنه په شاوخوا اوه بجو د کابل ښار ددریمې حوزې اړونده دسر کاریز په سیمه کې پر یو کاسټر موټر وشوه.
هغه زیاته کړه، چې دویمه چاودنه نیم ساعت وروسته د همدې سیمې به ګولایی دواخانه سیمه کې شوې ده.
خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.
خو نورو سرچینو ویلي چې په دې چاودنو کې شپږ تنه وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي.
په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP