ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځوانانو او مدني فعالانو د ځمکو د غصب او ناقانونه وېش پر وړاندې غبرګون وښود

د خوست ځوانانو او مدني فعالانو د ځمکو د غصب او ناقانونه وېش پر وړاندې غبرګون وښود

author avatar
2 Jun 2021 - 19:31
د خوست ځوانانو او مدني فعالانو د ځمکو د غصب او ناقانونه وېش پر وړاندې غبرګون وښود
author avatar
2 Jun 2021 - 19:31

خوست ښار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د خوست يو شمېر ځوانانو، مدني فعالانو او د ولايتي شورا غړو په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب، ناقانونه وېش او اوږدمهاله قراردادونو پر وړاندې غږ پورته کړ او وايي، هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د خوست ځمکې دې چور او تالان کړي.

هغوی چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده، دا څرګندونې نن « د غبرګولي ۱۲مه» د يوې راټولېدنې پرمهال وکړې.

دوی وويل، په دې وروستيو کې ولايتي ادارې په پټه د ښار لوېديځ لور ته د ازادۍ مېنې په ښارګوټي کې د ترافيکو مديريت مخې ته او د نمونوي لېسې ترڅنګ يو شمېر رئيسانو ته د نومرو د وېش لړۍ پيل کړې ده.

د راټولېدنې يوه ګډونوال امير بهير خپلو خبرو کې وويل، هيچا ته د دولتي ځمکو د وېش اجازه نه ورکوي او په دې برخه کې د ولسمشر صریح حکم هم موجود دی، چې له هغه پرته څوک خوست کې يوه بسوه ځمکه هم نه شي وېشلی.

نوموړي دا هم وويل چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي د خوست والي ته په پټه يو مکتوب لېږلی، څو دغه ولايت کې ۴۲۰ جريبه ځمکه غيرقانوني د استملاک او د اساسي قانون خلاف توزيع کړي.

دغه زياته کړه: ((موږ دا ټول راټول شوي يو، نن خو دا اخطار ورکوو دې والي ته او شميم خان کټوازي ته، که چېرته دا خپل مکتوبونه او پرېکړې بېرته وانخلي، نو په دې باور ولرئ، لومړي مرستيال ته وايو، ډاکټر محب ته وايو، خپلو وکيلانو ته وايو، ان رئيس جمهور صاحب ته وايو، چې خوست به د فارياب په څېر دوهم ولايت وي چې بغاوت به په کې پيل کېږي.))

د ولايتي شورا غړي نورشاه نوراني هم دغې راټولېدنې ته په خبرو کې وويل، د دوی د معلوماتو او شواهدو له مخې د نمونوي لېسې ترڅنګ ۴۳ نومرې په ناقانونه توګه داسې کسانو ته ورکول کېږي، چې مستحق يې نه دي.

ده زياته کړه، په ناقانونه ډول ورته د نومرو وېش د منلو وړ نه دی او په دې برخه کې هر راز مبارزې ته تيار دي.

هغه وايي: ((هر هغه څوک، هغه که ولايتي اداره وي، مرکزي اداره وي، که په دې کې نورې کړۍ وي، دلته د ولايتي شورا يو شمېر غړي ولاړ دي، د هغې په استازيتوب زه دا خبره کوم چې هر څوک په غير قانوني شکل دلته په خوست کې نومرې توزيع کوي، د هغې موږ خلاف يو، موږ د ولس استازي يو، تر مرګه پورې به موږ د دغې ولس د حقوقو څخه دفاع کوو.))

د يادې راټولېدنې بل ګډونوال فريدالله قربان بيا وويل، دوی دغه ځمکه چې رئيسانو ته په پټه وېشل کېږي، پر ځای يې د خوست نمونوي لېسې ته ورکوي، ځکه په وينا يې چې د يادې لېسې ساحه کمه او پراخوالي ته اړتيا لري.

دی وايي: ((ځوانانو وپتېيله چې د هغو مفسدو چارواکو او ځينو کړيو چې په پټه يې دغه نومرې ځانته توزيع کولې، مخه يې ونيسو او پر ځای دغه ساحه د خوست نمونوي لېسې ته ډالۍ کړو او ويې نوموو او په راتلونکي کې په رسمي ډول هم د دې چارې تعقيب کوو، تر مرکزه يې رسوو څو دغه ځای په رسمي ډول هم د نمونوي لېسې برخه شي.))

اخوا د خوست د والي وياند طالب منګل بيا پژواک اژانس ته وويل، دوی هغه نومرې نه توزيع کوي، چې د ښاروالۍ د SDF . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.