ګردېز (پژواک، ۱۶ غبرګولى ۱۴۰۰): د پکتیا په مرکز ګردېز کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د دوو ښځو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
د پکتيا امنيه قوماندانۍ وايي چې ياده پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د ګردېز ښار اړوند په ابراهيم خېلو سيمه کې شوې ده.
د قوماندانۍ وياند لعل محمد اميري پژواک ته وويل: ((د وسله والو طالبانو له خوا د سړک غاړې خښ شوي ماين پر يوه سوزکي موټر چاودنه کړې چې په نتيجه کې يې درې تنه وژل شوي او يو زخمي دی.))
په پېښه کې د قرباني شويو کسانو د کورنۍ يوه غړي شفيق الله پژواک ته وويل چې په دغه چاودنه کې دوه تنه ځاى پرځاى وژل شوي، يوه د لارې په اوږدو او بل هم په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه ښځې او دوه سړي وژل شوي دي.
بل لورته د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلی.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې د ماين چاودنو او د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن