ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو، اروپایي ټولنې او ۱۵ سفارتونو په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

ناټو، اروپایي ټولنې او ۱۵ سفارتونو په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
19 Jul 2021 - 20:54
ناټو، اروپایي ټولنې او ۱۵ سفارتونو په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
19 Jul 2021 - 20:54

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۰) : په کابل کې د امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، جاپان او څو نورو هېوادونو سفارتونو او همدا راز د اروپايي ټولنې او ناټو ملکي استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د بریدونو د چټک بندیدو غوښتنه کړې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې چې نن د چنګاښ په ۲۸مه، خپره شوې راغلي: “دغه چاره، د هدفي وژنو، د ملکي وګړو د بېځایه کېدو، د ملکي ودانیو د چور تالان او سوځېدو، د حیاتي زېربناوو د تخریب او ارتباطي شبکو د له منځه تللو په ګډون د بې ګناه افغانانو د وژنې لامل ګرځي.”

سرچینې زیاته کړې: “په هغو سیمو کې چې د طالبانو له خوا نیول شوي، څارونکي او ځايي اوسیدونکو، د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړاوي هڅو او د بشر حقونو د سرغړاوي مواردو د پټولو په موخه د خصوصي او عامه رسنیو د بندېدو او د بیان ازادۍ کچې راټیټېدو په اړه راپور ورکړی دی.”

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  دغه اعلامیه رد کړې او هغه دریځ غندي چې د واقعیتونو پر ځای پر افواهاتو ولاړ وي.

په کابل کې د دغو سفارتونو په ګډه اعلامیه کې د اوربند غوښتنه هم شوې. دوی ویلي : “موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندوی ماموریت سره یو ځای له طالبانو او نورو اړخونو څخه غواړو، چې ډېر ژر روانو تاوتریخوالو ته د پای ټکی کېږدي، له یو دایمي او هراړخیز اوربند سره هوکړه وکړي.”

دوی وايي “طالبان په دغه لوی اختر کې، باید د تل لپاره خپله وسله پر ځمکه کېږدي او نړیوالو ته د سولې په تړاو خپله ژمنتیا وښيي.”

په افغانستان کې د تاوتریخوالي اد دوام او د سولې پر خبرو یې د منفي اغېزو په اړه دا اعلامیه داسې مهال خپره شوې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت استازو، سياستوالو او طالبانو تر منځ دوه ورځنۍ ناسته پرون د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

دواړو غاړو په دې اعلامیه کې د سولې خبرو پر ګړندي کولو ټينګار کړی او په ټول افغانستان کې د ملکي زيربناو خوندي ساتلو، د ملکي تلفاتو مخنيوي او د بشري مرستو په اړه له يوه بل سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

Visits: 92

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.