ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه وروڼه چې یو له دولت او بل له طالبانو سره همکار دي: “له جګړې ستړي شوي یو”

دوه وروڼه چې یو له دولت او بل له طالبانو سره همکار دي: “له جګړې ستړي شوي یو”

author avatar
28 Jul 2021 - 18:14
دوه وروڼه چې یو له دولت او بل له طالبانو سره همکار دي: “له جګړې ستړي شوي یو”
author avatar
28 Jul 2021 - 18:14

میمنه (پژواک،۵ زمری ۱۴۰۰): یو ورور د میمنې ښار او حکومت د سقوط او بل ورور د دغه ښار د دفاع لپاره د یو او بل پر وړاندې جګړه کوي وايي، د ټولو افغانانو په څېر د سولې تږي او له جګړې ستړي شوي دي. یاد وروڼه د افغانستان د ستونزې حل جګړه نه بولي او د خبرو له لارې د دغې ستونزې پر حل ټینګار کوي.

دغه دوه وروڼه (احمدشاه پر ملنګ مشهور چې حکومتي دنده لري او محمد شریف پر اجمل مشهور د طالبانو قوماندان) د عطامحمد نور په مشرۍ د جمعیت ګوند د پخواني قوماندان جنرال غلام سخي پهلوان زامن دي. پلار یې د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

دغه وروڼه په داسې حال کې چې یو او بل دښمنان ګڼي، خو د سولې غوښتنه کوي او وايي چې له جګړې ستړي شوي دي.

احمدشاه: سپین ږیري، ځوانان او ټول خلک هېواد کې د سولې او اوربند تږي دي

احمدشاه چې پر ملنګ مشهور دی او د حکومت په لیکو کې دنده ترسره کوي طالبانو او ورور ته یې د مزدور او هېواد د دښمنانو خطاب کوي.

هغه چې اوس مهال د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د برخې مدیر دی پژواک ته په ځانګړې مرکه کې وویل: “زه منم چې اجمل زما د پلار زوی او زما ورور دی، خو فکري ورور مې نه دی زه له خاورې، سیمې، خلکو او جمهوري نظام څخه د دفاع لپاره جګړه کوم. هیڅکله اجازه نه ورکوم چې طالب یا اجمل پر خلکو او میمنې ښار واکمن شي.”

نوموړي له طالبانو سره د اجمل کوهي د یو ځای کېدو د انګېزې په اړه وویل: “د نظام الدین قیصاري او جنبش ګوند ترمنځ جنجال جوړ شو. دوی پر موږ لښکرکشي وکړه، جګړه پېښه شوه، زه یې الوتکه کې مزارشریف ته انتقال کړم، خو حکومت ونه شو کړای د نظام الدین قیصاري د لښکرکشۍ مخه ونیسي یا له اجمل څخه ملاتړ وکړي، ورور مې مجبور شو چې له طالبانو سره یو ځای شي او د دولت ضد او جګړې غوښتنې افکارو تر اغېز لاندې راشي.”

نوموړي طالبانو او خپل ورور ته د پاکستان د نوکر خطاب وکړ او ویې ویل، دوی د خلکو او خپلو وروڼو پر وړاندې چې ټول مسلمانان دي جګړه کوي.

ملنګ چې د طالبانو او خپل ورور پر وړاندې له جګړې ستړی شوی وویل، دغه جګړه باید پای ته ورسول شي. هغه زیاته کړه: “سپين ږیری، ځوانان او ټول هېوادوال هېواد کې د سولې او اوربند د ټینګښت تږي دي او ټول سوله غواړي.”

له نشه يي توکو سره د مبارزې د برخې له دولت سره د خپل ورور یو ځای کېدل د میمنې ښار او لومړۍ امنیتي ناحیې د وضعیت د ښه کېدو لپاره ګټور ګڼي او وايي: “څو ځله مې له هغه څخه غوښتنه وکړه چې که له طالبانو جلا شي او د پاکستانیانو پر وړاندې د خپل هېواد، خاورې او خلکو د عزت او ابرو د دفاع لپاره ودرېږي زه دې خپله ښه راغلاست کوم، غېږ درکوم او ږیره دې ښکلوم.”

ملنګ چې جګړه د افغانستان د قضیې د ستونزې حل لاره نه ګڼي او ټینګار کوي چې دا ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي وايي: “له طالبانو او خپل ورور څخه زما غوښتنه داده چې راځئ سوله وکړئ او جګړه پای ته ورسوئ.”

دغه امنیتي منسوب د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو او هڅو ته چې له څو میاشتو راهیسې دوام لري اشاره وکړه او ویې ویل: “خلک د دې خبرو پایلو ته ډېر هیله من وو، خو میاشتې تېرې شوې چې خوشحاله پیغام نه اورېدل کېږي.”

هغه له طالبانو او حکومت څخه وغوښتل چې د نتیجه لرونکو خبرو په پیلېدو سره له هېواده د جګړې ټغر ټول کړي او نور ونه غواړي چې هېواد کې د یتیمانو او کونډو شمېر ډېر شي.

اجمل: د ټولو افغانانو په څېر د سولې تږی یم

محمد شریف چې په اجمل مشهور او فاریاب کې د طالبانو قوماندان دی پژواک ته وویل، تر اوسه دوه ځله زنداني شوی دی.

هغه زیاته کړه چې لومړی ځل په ۱۳۷۳ کال کې د هرات ولایت د سقوط پر مهال د طالبانو له خوا ونیول شو او د کندهار زندان ته انتقال شو، هلته یې دوه کاله او دوه میاشتې تېرې کړې، دویم ځل د ۱۳۹۱ کال په وري میاشت کې کله چې د ثمرالدین په نوم یوه سرحدي پولیس میمنې ښار کې د اسکاټ بروګرسین په نوم ۳۲ کلن او د میچل لامرتز په نوم د ۲۶ کلن امریکايي سرتېرو تر وژلو وروسته د نوموړي کور ته یې پناه وړې وه د امریکایانو له خوا بندي شو.

هغه وویل: “هغه مهال نیمه شپه امریکایانو زما کور کلابند کړ، ثمرالدین یې وواژه او زه یې بګرام ته انتقال کړم.”

نوموړي زیاته کړه: “د ۱۳۹۵ کال د کب میاشتې په وروستیو کې فاریاب کې د ولسي پاڅون کوونکو د امنیتي چارو په برخه کې د مارشال دوستم ځانګړی استازی او د نظام الدین قیصادي زوی زموږ د کور مخې ته ووژل شو، قیصاري په مستقیم ډول موږ دواړه وروڼه په قضیه کې ښکېل کړو.”

هغه زیاته کړه، له دې پېښې وروسته نظام الدین قیصاري له سلګونه وسله والو سره د اجمل کوهي او احمدشاه ملنګ پر پوستو ورغلل او کوهیخانه سیمه یې کلابنده کړه.

نوموړي وویل، کله چې میمنې ښار ته د جنرال بابه جان په مشرۍ له کابل څخه پلاوی راغی، ورور یې احمد شاه ملنګ په الوتکه کې مزار شریف ته انتقال کړ او دی (اجمل) مجبور شو چې له یوه هاموې ټانک او درېیو موټرو سره په المار ولسوالۍ کې د جمعیت اسلامي ګوند د یوه قوماندان سیمې ته وتښتي او له هغه ځایه له طالبانو سره یو ځای شي.

اجمل له طالبانو سره د یو ځای کېدو په اړه وویل: “د ۱۳۹۱ کال په وري میاشت کې د سرحدي کنډک سرتېري میمنې ښار کې د یاد کنډک په نظامي مرکز کې د دوو امریکايي سرتېرو له وژلو وروسته زما کور ته راغی چې له فاریاب څخه د وتلو په برخه کې ورسره مرسته وکړم، امریکايانو په هغه نیمه شپه زموږ کور کلابند کړ، ثمرالدین یې وواژه او زه یې بګرام ته انتقال کړم، څلور نیم کاله تر شکنجې لاندې وم، د امریکايانو او حکومت پر وړاندې مې نفرت دومره ډېره شو چې غوښتل مې د دوی پر وړاندې ځانمرګی وسکټ واچوم.”

هغه زیاته کړه: “(کله چې د بګرام له زندانه خوشی شوم خپل کلي ته لاړم، څو ټوټې پلرنۍ ځمکه مې خرڅه کړه، په پیسو مې یې وسله واخیسته، تر ۳۰ ډېر کسان مې د قوم او سیمې د امنیت لپاره وسله وال کړل او ۲۰ نور کسان مې وهڅول چې د نفوذي کسانو په توګه د سرحدي پولیسو په لیکو کې شامل شي، څو یوه ورځ کنډک ترلاسه کړم، خو د نظام الدین قیصاري قضیه پلمه شوه چې له خپلو ۳۳ وسله والو سره د اسلامي امارت له لیکو سره یو ځای شم، په داسې حال کې چې له مخکې مې تصمیم او علاقه لرله.”

اجمل کوهي چې د ورور او د نوموړي د کسانو پر وړاندې جنګېدل جهاد بولي وویل: “د جهاد او خپل پاک ارمان لپاره نه یوازې د ورور احمدشاه ملنګ ان که پلار مې هم ژوندی وای پر وړاندې مې یې جګړه کوله.”

نوموړي چې نه یې غوښتل ډېرې خبرې وکړي زیاته کړه، د ټولو افغانانو په څېر د سولې تږی او له جګړې ستړی شوی دی.

د فاریاب اوسېدونکي: د ورور وژنې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار خبرې دي.

د فاریاب اوسېدونکي وايي چې د احمدشاه او اجمل کیسه د افغانستان د وضعیت کوچنۍ بېلګه ده. په روانه جګړه چې ورور د ورور پر وړاندې ولاړ دی، بې معنا، پوچه او بې پایلې جګړه ده.

د میمنې ښار اوسېدونکي سخي داد د دوو وروڼو د تقابل په اړه وویل، د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه د دې لامل شوې چې دوه وروڼه د یو او بل پر وړاندې ودرېږي.

هغه دغه وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، د حکومت او طالبانو په لیکو کې ولاړ کسان وروڼه دي، خو د جګړې له امله یو بل وژني.

نوموړي حکومت او طالبانو ته په خطاب وویل: “له دواړو لورو زموږ غوښتنه داده چې یو بل ته غېږ ورکړي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي، ځکه چې د افغانستان ټول وګړي مسلمانان او وروڼه دي، دوی ټول باید د وروڼو په څېر د هېواد د ابادۍ لپاره زیار وباسي، نه د هېواد ویجاړېدو او تباهۍ لپاره.”

په ورته وخت کې فاریاب کې د مدني ټولنو د شبکې رییس سید زین الدین عابدي وویل، بهرنۍ لاس وهنې، داخلي سیاسي کشمکشونه، د مافیايي ډلو فعالیت او ګټې افغانستان کې د ورور وژنې او جګړې د دوام لاملونه دي.

هغه زیاته کړه، د جګړې دوام د دې لامل شوی چې ورور د ورور پر وړاندې ودرېږي، کورنۍ ووېشل شي او دا ټول د خلکو د عامه پوهاوي او کلتور د کچې د ټیټ والي له امله دي.

نوموړي اجمل کوهي او احمدشاه ملنګ د وروڼو او کورنیو ترمنځ د تقابل بېلګه یاده کړه او ویې ویل، دواړه وروڼه د قوم پوه او بانفوذه کسان دي، باید د خدای، دین، خلکو او هېواد لپاره له ځان غوښتنو تېر شي، ځکه فاریاب کې هیڅ بهرنی کس یا اداره فعالیت نه لري. د جګړې دوام هیڅ عقل او منطق نه مني. باید سوله وکړي. له دې وروسته د کونډو، یتیمانو او بې سرپناه خلکو د شمېر د ډېرېدو او خلکو د کډوالۍ لامل نه شي.

د سیمې یوه انتقاد کوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، څوک چې وسلې لري له شخصي ګټو پرته د بل څه فکر نه کوي، په هیڅ صورت د دین، هېواد او خلکو فکر نه کوي، که داسې نه وي نو ولې د یوه پلار او یوې مور زامن (دوه وروڼه) د یو او بل پر وړاندې درېږي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره قوم او سیمه د جګړې په اورو کې سوځوي.

د هغه په خبره، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې هېواد کې د دوو وروڼو، دوو کورنیو، دوو قومونو او قبیلو ترمنځ روانه جګړه د هیچا په ګته نه ده. یوازې د افغانستان دښمنانو له دې فرصته استفاده کړې او د ستراتیژیکو موخو او تولیدي وسلو د بازار د ګرموالي لپاره یې د دغه اور لمن پراخه کړې ده.

هغه له ټولو لورو وغوښتل چې د یوه ارام او اباد افغانستان لپاره سره یو شي. اجازه ور نه کړي چې د دغه هېواد وګړي د نړیوالو ترمنځ بندنام شي.

Visits: 419

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.