کندوز ښار (پژواک، ١٣ زمرى ١٤٠٠): د کندوز امنيه قوماندان وايي چې دغه ولايت سقوط نه کوي او د ولسواليو د بېرته نيولو لپاره هم پلانونه جوړ شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندان سمونوال زبردست ساپي د زمري په ١٣مه رسنيو ته وويل چې طالبان نور پرمختګ نه شي کولی او اوس په دفاعي حالت کې دي.
هغه زياته کړه: ((په وروستيو ورځو کې طالبانو سخت تلفات ليدلي، د پرسونل له کمښت سره مخ دي، مخکې تګ نه شي کولاى.))
قوماندان ډاډ ورکوي چې دغه ولايت په هيڅ ډول سقوط نه کوي او د سقوط شوو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره هم منظم پلانونه جوړ شوي دي.
دى زياتوي: ((مخکې زموږ ځواکونه منسجم نه وو، اوس مو ځواکونه ټول منسجم کړي، اوس کافي ځواکونه لرو او کولاى شي ولسوالۍ بېرته ونيسو.))
هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((کومې پوستې يا سيمې چې سقوط شوي، امکان لري هغو ته پر وخت مرستې نه وي رسېدلې، اوس دغه مشکل هم حل شوى او هر څه منظم دي.))
قوماندان په خواشينۍ سره وويل، وسله والو طالبانو چې کوم ځايونه نيولي، هلته يې ټول دولتي تاسيسات له منځه وړي دي.
ده وويل: ((د طالبانو ترڅنګ نور بهرني طالبان هم شته، هر ځاى چې ونيسي، هغه ته اور اچوي چې دا ډېر غير مناسب عمل دى.))
بل لور ته طالبان بيا د قوماندان څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د طالبانو په ليکو کې هيڅ بهرني کسان نشته.
هغه وايي: ((امنيه قوماندان نه شي کولاى چې کندوز ښار ته ووځي، د ولسواليو خبره خو لرې ده.))
د يادونې ده، دا مهال د کندوز له نهو څخه د اتو ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د ښار ځينې سيمې يې هم نيولې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP