کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۰) : د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د ملاتړ صندوق د حکومت د رسنیو مرکز مشر او د دغه صندوق د غړي دواخان مینه پال وژنه غندي او د رسنیو د کورنیو لپاره یې لویه ضایعه بولي.
دواخان مینه پال دوه ورځې مخکې د کابل ښار دارالامان سیمه کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.
د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د ملاتړ صندوق له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بنسټ د خپل کار او فعالیت په لومړیو ورځو کې د برید ښکار شو او خپل یو غړی یې چې د بیان د ازادۍ یو ملاتړ کوونکی و له لاسه ورکړ.
سرچینې زیاته کړې، په داسې حال کې چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د ملاتړ صندوق د خپل همکار وژنه لویه ضایعه بولي، ټینګار کوي چې د ده او د بیان د ازادۍ د نورو علمبردارانو وژنه د بیان د ازادۍ پر وړاندې خنډ نه شي جوړېدای.
په خبرپاڼه کړي، د دغه صندوق مشرتابه غړي د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې د بیان ازادۍ د ملاتړو ژوند خوندیتوب او امنیت لپاره جدي اقدامات وکړي.
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او ډېری خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له ولایتونو څخه کابل ته راغلي او یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.
د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو د ملاتړ صندوق د خپل غړي پر وژنې ژوره خواشیني څرګندوي، د هغه کورنۍ او خپلوانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
Visits: 110
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن