ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان سولې په تړاو په قطر کې د ځانګړو استازو ناسته پیل شوه

د افغانستان سولې په تړاو په قطر کې د ځانګړو استازو ناسته پیل شوه

author avatar
10 Aug 2021 - 16:39
د افغانستان سولې په تړاو په قطر کې د ځانګړو استازو ناسته پیل شوه
author avatar
10 Aug 2021 - 16:39

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۰) : د افغانستان سولې په تړاو د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوه.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د زمري په ۱۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې دغه ناسته د قطر د بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني په پرانیستونکې وینا پیل شوه.

هغه زیاته کړه، د افغانستان له لوري د ملي روغې جوړې عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور نادري هم په کې شامل دی، په دغې ناسته کې ګډون لري.

خوځون وایي، په دغې ناسته کې د افغانستان د سولې په تړاو بحثونه کیږي او د افغانستان پلاوی به په کې خپل پیغام وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا، سبا په دویمه ورځ به د پرمختللې ټرایکا ناسته ترسره شي چې د افغانستان په ګډون د پاکستان، چین، روسیې او امریکا ځانګړي استازي به په کې ګډون ولري.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند وایي چې په درېیمه ورځ د سیمې هېوادونو د استازو ناسته جوړیږي چې په کې به د افغان سولې په اړه خبرې وشي.

خوځون وایي، تمه کیږي چې په دغو ناستو کې د جګړو او د تاوتریخوالي د مخنیوي او د سولې مذاکراتو پر ګړندي کولو خبرې وشي.

Views: 550

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.