ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه پر ایمرجنسي روغتون د راکټ مرمۍ لګېدلې ده

د لښکرګاه پر ایمرجنسي روغتون د راکټ مرمۍ لګېدلې ده

author avatar
10 Aug 2021 - 12:14
د لښکرګاه پر ایمرجنسي روغتون د راکټ مرمۍ لګېدلې ده
author avatar
10 Aug 2021 - 12:14

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۰) : د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان ویلي چې په هلمند ولایت کې د روانو جګړو پر مهال د راکټ یوه مرمۍ په لښکرګاه کې د دوی پر بست روغتون لګېدلې ده.

د دغه سازمان له خوا پر ټویټر په یوه لنډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز بله د راکټ مرمۍ هلته د ایمرجنسي روغتون دروازې مخې ته هم لګېدلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې پر پرست روغتون توغول شوې د راکټ مرمۍ د بېړنۍ څانګې ترڅنګ لګېدلې، خو له نېکه مرغه په دواړو پېښو کې چاته مرګ ژوبلنه نه ده اوښتې.

په کابل کې د ایمرجنسي ادارې روغتیايي همغږي کوونکي البیرټو زانین ویلي، په داسې حالاتو کې چې لښکرګاه کې جګړه روانه ده او دا ډول بریدونو سره د فشار واردول چې څو روغتون وتړل شي، له ملکي خلکو سره ظلم دی.

خو سرچینې زیاته کړې چې اوسمهال د دوی د خلکو د خدمت او د ټپیانو له درملنې پرته بله لاره نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې روغتونونه په جګړو کې باید هدف ونه ګرځول شي.

دغه نړیوال سازمان پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د روغتیایي ادارو او ودانیو امنیت ته پاملرنه وکړي.

تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې دغه راکټونه د چا له خوا توغول شوي او هم د بې پولې ډاکټرانو سازمان په دې اړه معلومات ورکړي دي.

د یادونې ده چې د لښکرګاه په مرکزي سیمو کې له څو ورځو راهیسې سختې جګړې روانې دي او لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو هم ادعا کړې چې بهرنیو ځواکونو لښکرګاه کې یو روغتون او یوه لېسه بمبار کړي، خو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.