کابل ( پژواک ۲۰ زمری ۱۴۰۰)د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو سراسري اتحاديې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې پر پوهنتونونو، استادانو او محصلينو نه يوازې بريد ونه کړي، بلکې د امنيت په ټينګښت کې یې هم مرسته وکړي.
ددې اتحادیې لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې وروستيو بدلونونو د افغانستان د پوهنتونونو استادان هم اندېښمن کړي دي
سرچینې زیاته کړې د پوهنتونونه، استادان او محصلين د هېواد شتمني ده او بايد له هر ډول بريدونو خوندي وي. له بده مرغه په وروستيو کې ځيني داسې پېښې شوي چې پکې دې شتمنۍ ته زيانونه اوښتي.
په اعلامیه کې راغلي:” موږ له ښکېلو لورو غواړو چې پر پوهنتونونو، استادانو او محصلينو نه يوازې بريد ونه کړي، بلکې د امنيت په ټينګښت کې یې هم مرسته وکړي.”
دغه راز دوی له ښکېلو لورو غوښتي چې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي. دواړه لوري بايد داسې خبرو ته سره کيني چې پايله يې سوله او د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر اساس يو ټولمنلی دولت وي.
افغانستان د پوهنتونونو استادان د سولې په برخه هر ډول تخنيکي مرستې، منځګړيتوب او همکارۍ ته تيار دي.
–
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP