ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: نړیوال دې د افغانستان په جوړونه کې ونډه واخلي

طالبان: نړیوال دې د افغانستان په جوړونه کې ونډه واخلي

author avatar
20 Aug 2021 - 15:12
طالبان: نړیوال دې د افغانستان په جوړونه کې ونډه واخلي
author avatar
20 Aug 2021 - 15:12

کابل(پژواک،۲۹ زمری ۱۴۰۰): د طالبانو یوه لوړپوړي غړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.

طالبانو تېره یکشنبه (د زمري په ۲۴مه)کابل ښار ونیوه او مخکنی ولسمشر اشرف غني له هېواده بهر وتښتېد. اوس له پنجشېر ولایت پرته ټول افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی.

د رویټرز د راپور په اساس د طالبانو یوه ویاند سهل شاهین د چین له CGTN  تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې ” اشغال له دورې ” وروسته اوس افغانستان نوي پړاوو ته داخل شوی او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي.

ده ویلي چې د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري هغوی باید له موږ سره د روغتیا، پوهنې او نورو بنسټیزو برخو کې مرستې وکړي .

دغه راز هغه له هېوادونو غواړي چې د کانونو په برخه کې پانګه اچونه وکړي.

شاهین وایي: (( نړیوال کولی شي چې د کانونو د کشف لپاره راشي، دغه دعوت د ټولو هېوادونو لپاره دی او هر هېواد چې په دې حساس وخت کې له موږ سره مرسته وکړي موږ یې ستایو .))

نوموړی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې نړیوال د طالبانو خبرو ته نه ، بلکې کړنو ته په تمه دي.

Visits: 213

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.