ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د اقتصادي پلانونو د پلي کولو له لارې به هېواد پر ځان بسیا شي

مجاهد: د اقتصادي پلانونو د پلي کولو له لارې به هېواد پر ځان بسیا شي

author avatar
23 Aug 2021 - 17:16
مجاهد: د اقتصادي پلانونو د پلي کولو له لارې به هېواد پر ځان بسیا شي
author avatar
23 Aug 2021 - 17:16

کابل (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۰): د طالبانو ویاند وایي، افغانان دې بهر ته نه ځي او ډاډه دې اوسي چې راتلونکي نظام کې هیڅوک له دندو نه لرې کیږي او تر څنګ به یې د اقتصادي پلانونو د پلي کولو له لارې هېواد پر ځان بسیا شي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې د کابل د لویې جرګې په خیمه کې د دیني عالمانو یوې سترې غونډې ته وکړې.

دی وايي، امریکایان غواړي چې په وتلو، وتلو کې افغانانو ته زیان ورسوي، هغوی هره ورځ امریکا ته د تګ لپاره خلک تشویقوي، خو خلک دې وپوهیږي چې په بهر کې هیڅ امکانات نشته او داسې هېوادونو ته یې لېږدوي چې د زندان په څېر دي.

د مجاهد په وینا، امریکایانو په کابل هوایي ډګر او هم په قطر کې له هېواده د وتونکو افغانانو لپاره اسانتیاوې نه دي برابرې کړي.

هغه زیاتوي، طالبانو بیا بیا له خلکو غوښتي چې هېواد کې یې سر او مال خوندي دی او باید بهرنیو هېوادونو ته ولاړ نه شي . د ده په وینا، له همدې امله له دیني عالمانو غواړي چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانان د تګ په مخنیوي کې خپل رول ادا کړي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه زرګونه افغانان له کابل هوایي ډګر څخه بهرنیو هېوادونو ته ایستل شوي او په داسې حال کې لا هم په دغه هوایي ډګر کې له هېواده د وتلو په موخه زرګونه افغانان راټول دي چې تر اوسه د ګڼې ګوڼې او ډزو له امله  ۲۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دغه راز ذبیح الله مجاهد وویل:”موږ نه غواړو، داسې نظام ولرو چې پر خلکو حکمراني وکړي بلکې باید خلکو ته ځواب ووايي او داسې یو نظام به جوړ شي چې د فساد د ټولو ډولونو مخنیوی به په کې وشي.”

دی وايي، دولتي کارکوونکي د دندو له لاسه ورکولو په اړه اندېښنې لري خو علما دې هغوی ته ډاډ ورکړي چې هیڅوک له خپلو دندو نه لرې کېږي؛ ځکه راتلونکی نظام مختلفو کادرونو ته اړتیا لري.

د مجاهد په وینا، کله چې نظام جوړ شي نو لومړیتوب به یې دا وي چې د هېواد په اقتصادي بنسټونو کار وکړي.

ده وویل چې د دې لپاره پلان شته، د کانونو استخراج به پیل شي او له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز نللیکې د غځولو پروژه (ټاپي) او دې ورته نورې پروژې به هم پلې شي.

هغه هیله څرګنده کړه چې افغانستان به ژر له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا هېواد شي.

مجاهد دا هم وویل چې راتلونکی نظام به پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې هم کار وکړي.

 

Visits: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.