Pajhwok Afghan News

د کندوز په جګړه کې خلکو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى

کندوز ښار (پژواک، ٤ وږى ١٤٠٠): د کندوز ښار هټۍ وال وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله يې هټۍ ويجاړې شوې او ميليونونه افغانۍ زيان ورته اوښتى دى.

شاوخوا يوه مياشت مخکې طالبانو د يو شمېر نورو ولايتونو ترڅنګ پر کندوز ښار هم بريدونه پيل کړل چې د پخواني حکومت ځواکونو يې پر وړاندې مقاومت وکړ او جګړې څو ورځې دوام وکړ.

خو بل لور ته د کندوز ښار هټۍ وال چې د يادې جګړې له امله دوى ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى او دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دې اړه د کندوز ښار د سر چوک يوه درملتون لرونکي حاجي حسين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جګړې له امله يې درملتون له منځه تللى او نږدې اووه ميليونه افغانۍ يې زيان کړى دى.

ده وويل: ((زما په درملتون کې ډېره دوا وه، جګړې هر څه خراب کړل، يواځې په دې سيمه کې ٢٥ دوکانونه له منځه تللي چې په هر يوه کې د ميليونونو افغانيو مالونه وو.))

دغه راز يوه بل هټۍ وال محمد کريم پژواک ته وويل چې د جګړې له امله يې خپل او د ګاونډيو هټۍ له منځه تللي دي.

دى وايي: ((د جګړې له امله په بازار کې اور ولګېده، ٤٧زره ډالره مې تاوان وکړ، نورو کسانو هم ډېر تاوانونه کړي دي.))

همدارنګه يوه بل هټۍ وال عبدالله پژواک ته وويل چې د کندوز په وروستۍ جګړه کې د هوايي بريد له امله يې هټۍ له منځه تللې ده.

ده زياته کړه: ((موږ ته نور پانګه نه ده پاتې، هر څه مو له منځه ولاړ، اوس حيران يو چې څه وکړو.))

يو شمېر نورو هټۍ والو هم ورته څرګندونې وکړې او له طالبانو يې وغوښتل چې له دوى سره يوه اندازه مرستې وکړي، څو بېرته خپلې هټۍ فعالې کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز ښاروال مولوي الياس پژواک ته وويل چې د طالبانو د يوه کمېسيون له لوري د سوځېدلي هټۍ څېړنه شوې ده.

هغه وايي: ((موږ يې څېړنه کړې، کله چې د اسلامي امارت له لوري او يا هم د خيريه موسسو له لوري مرستې ورسېدې نو دغه خلک مستحق دي لومړيتوب ورکوو.))

که څه هم چې تر اوسه په کندوز کې هټۍ والو ته د اوښتو زيانونو په اړه کره معلومات نه دي وړاندې شوي خو هټۍ وال وايي چې ميليونونه افغانۍ زيانمن شوي دي.

Views: 6

Exit mobile version