ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار فلورایټ کان قرارداد کې د خدماتو لپاره ځانګړي شوي ۷۰۰زره ډالر نه دي لګول شوي

د کندهار فلورایټ کان قرارداد کې د خدماتو لپاره ځانګړي شوي ۷۰۰زره ډالر نه دي لګول شوي

author avatar
16 Sep 2021 - 10:28
د کندهار فلورایټ کان قرارداد کې د خدماتو لپاره ځانګړي شوي ۷۰۰زره ډالر نه دي لګول شوي
author avatar
16 Sep 2021 - 10:28

کندهار (پژواک،۲۵ وږی ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې امانیه ماینینګ کمپنۍ (AMC) چې د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې د فلورایټ کان د استخراج چارې پر غاړه لري، د شوي قرارداد پر خلاف يې د ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره پر ټولنیزو خدماتو ۷۰۰زره امریکايي ډالر نه دي لګولي.

چارواکي او د ولسوالۍ اوسېدونکي دغه څرګند فساد او له شوي قرارداد څخه سرغړونه ګڼي.

د هغه قرارداد له مخې چې د یادې کمپنۍ او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ شوی، اړوند کمپنۍ مسوولیت لري چې د کان د استخراج ترڅنګ هر کال ۱۰۰زره امریکايي ډالر د ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.

د امانیه ماینینګ کمپنۍ مسوولین وایي، د ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې خدمتونه وړاندې کړي، خو ناامنۍ او د اړوند وزارت نه همغږۍ دغه چاره له خنډ سره مخ کړې وه.

د نېښ ولسوالۍ د فلورایټ کان د استخراج قرارداد جزئیات:

نېښ ولسوالي د کندهار ښار شمال ته د ۱۶۰ کیلومتره په واټن پرته ده او د فلورایټ ډبرو کان د دې ولسوالۍ په باخوت سیمه کې دی.

د فلورایټ له ډبرو د صنعت او اوسپنې ویلي کولو په برخو کې کار اخیستل کېږي.

د دغه کان د استخراج چارې د FL.001 شمېرې قرارداد له مخې چې د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب میاشتې په ۲مه د کانونو او پتروليم وزارت او امانيه ماينينګ کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شوی، یادې شوې کمپنۍ ته سپارل شوې دي.

قرارداد د لسو کلونو لپاره دی چې لومړي درې کلونه د کان د پرمختیايي پړاو او پاتې ۷ کلونه د کان د استخراج او ګټې اخیستنې لپاره ځانګړي شوي دي.

په قرارداد کې راغلي چې کمپنۍ به پر هر ټن فلورایټ ۱۸ امریکايي ډالر او یا انډول افغانۍ د دولت حساب ته تحویلوي.

د قرارداد په ۳۲مه ماده کې د ټولنیزو خدماتو تر سرلیک لاندې راغلي: ((کمپنۍ مکلفه ده چې له پروپوزل سره سم د قرارداد په موده کې په خپل لګښت ټولنیز خدمتونه لکه د سړک جوړول، د ۱۵ ټولګیو لرونکي ښوونځي جوړول، پول او پولګوټي، جومات، روغتیايي مرکز، تفریحي ساحه، ښوونیز کورسونه، له بې وزلو وګړو سره مرسته او نور… تر سره کړي.))

د کندهار د کانونو او پټرولیم ریاست د چارواکو څرګندونې:

د کندهار د کانونو او پټرولیم ریاست مخکني رییس انجنیر خان اقا تره خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، له امانیه ماینینګ کمپنۍ سره د کندهار ولایت د نېښ ولسوالۍ د فلورایټ کان د استخراج قرارداد په مرکز کې د اړوند وزارت له خوا شوی، خو څار او نورې چارې یې په کندهار کې د اړوند ریاست په غاړه وې.

هغه زیاتوي، قرارداد په ۱۳۹۱ لمریز کال کې شوی چې درې کاله د کان د پرمختیا پړاو و او د استخراج او ګټې اخیستنې چارې یې له ۱۳۹۳ لمریز کال راهیسې پیل شوې دي.

د ده په خبره، د دواړو لورو تر منځ د شوي لس کلن قرارداد له مخې باید اړونده کمپنۍ د پرمختیايي درې کلن پړاو تر بشپړولو وروسته په پاتې اووه کلونو کې هر کال په نېښ ولسوالۍ کې ۱۰۰ زره امریکايي ډالر پر ټولنیزو خدمتونو ولګوي چې د سړک، ښوونځي، کلینیک، تفریحي پارک او نورو… جوړول په کې راځي، خو هغوی دا کار نه دی کړی.

دی وايي، په دې توګه اړونده کمپنۍ د یادې شوې ولسوالۍ د اوسېدونکو ۷۰۰ زره امریکايي ډالره پوروړې ده چې په بدل کې یې باید هغوی ته ټولنیز خدماتو وړاندې کړي وای.

نوموړی وايي، دا څرګند فساد او له شوي قراداد او اصولو څخه سرغړونه ده.

تره خېل وايي، په دې موده کې د اړوند ریاست او ولایتي ادارې له لوري یادې شوې کمپنۍ ته بېلابېل مکتوبونه لېږل شوي او له هغوی غوښتنه شوې چې له قرارداد سره سم د نېښ ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره خدماتو وړاندې کړي.

خو ده وویل، اړوندې کمپنۍ له څو ځله لیکلو ژمنو سربېره په دې برخه کې کوم اقدام و نه کړ.

نوموړي د بېلګې په توګه د ۶۵۹-۶۶۲/۳۶۲-۳۶۵ ګڼه مکتوب یادونه وکړه چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د شپږمې میاشتې په ۲۹مه د کانونو او پټرولیم ریاست له خوا د ولایتونو د همغږۍ ریاست ته د ده په لاسلیک لېږل شوی دی.

په دې مکتوب کې راغلي : ((د کندهار ولایت د نېښ ولسوالۍ د فلورایټ کان قراردادي شرکت امانیه ماینینګ کمپنۍ له منظور شوي پلان سره سم یې د ۱۳۹۳ لمریز کال په جوزا میاشت کې د کان په استخراج او ګټې اخیستنې پیل کړی، له همغې نېټې بیا تر اوسه یې د قرارداد له مادو سره سم اجراات نه دي کړي.))

اړونده کمپنۍ باید د قرارداد د ۳۲مې مادې له مخې چې هر کال باید په ساحه کې ۱۰۰ زره امریکايي ډالر د ټولنیزو خدماتو په برخه کې ولګوي، هیڅ اجراات نه دي کړي، په داسې حال کې دغه شرکت څو ځلې ولایت مقام او د کانونو ریاست ته لیکلې ژمنې سپارلي خو له دې سربېره یې هیڅ عملي اقدام نه دی کړی.

په مکتوب کې د اړوند شرکت له خوا د ځینو نورو سرغړونو یادونه هم شوې ده او له اړوندې ادارې غوښتل شوي چې دغه شرکت احضار کړي او د یادو شوو مواردو په اړه ورسره خبرې وکړي.

د دې تر څنګ د کندهار د کانونو مخکني رییس یادونه وکړه چې په ورته توګه په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د کندهار ولایت مقام د هغه مهال مرستیال والي عبدالعلي شمسي- چې وروسته په یوه چاودنه کې ووژل شو- امنیې قوماندانۍ ته مکتوب لېږلی و او له هغو یې غوښتي وو چې له قراداد څخه د سرغړونې په تور د یاد شوي شرکت فعالیت ودروي.

په دغه مکتوب کې چې د ۱۳۹۴ لمریز کال د سلواغې په ۱۸مه د ۱۳۹۶/۲۳۰۳ ګڼې په لرلو د کندهار امنیې قوماندانۍ ته لېږل شوی، راغلي: ((د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د معادن او پټرولیم وزارت څخه ۱۵/۱۱، ۲۲/ ۱۰/۱۳۹۴ نمبر مکتوب ولایت مقام ته راغلی او لیکلي یې دي چې امانیه ماینینګ کمپنۍ د کندهار ولایت په نېښ ولسوالۍ کې د فلورایټ کان ایستلو قراردادي شرکت مکلف دی څو د عقد شوي قرارداد له شرایطو سره سم له دوهم کال وروسته د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت په هغه سیمه کې یو لړ پرمختیايي کارونه تر سره کړي، ولې نوموړي شرکت د قرارداد شرایطو ته په کتلو په هغه سیمه کې پرمختیايي کارونه نه دي کړي.))

د دغه مکتوب له لارې د کندهار د امنیې قوماندانۍ له مسوولینو او د نېښ ولسوالۍ له چارواکو غوښتل شوي، د دې لپاره چې اړوند شرکت د ولس لپاره په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه پرمختیايي کارونو کولو ته حاضر شوی وي، د استخراج او فعالیت اجازه نه لري.

خو تره خېل وايي، له دې هر څه سربېره یاد شوي شرکت د کان د استخراج چارو ته دوام ورکاوه.

په ورته توګه د کندهار ولایت د سکتوري او تخنیکي خدمتونو پخواني رییس عبدالحکیم حکیمي هم د ۱۳۹۵ لمریز کال د شپږمې میاشتې په ۱۰مه نېټه د کانونو ریاست د کادستر عمومي مدیریت د مکتوب په استناد د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته ۹۷۷/۱۲۸۴ ګڼه مکتوب لېږلی او له هغو یې غوښتي چې ژر تر ژره د یوه باب BHC کلینیک لپاره یوه نقشه ډیزاین کړي څو امانیه ماینینګ کمپنۍ یې جوړ کړي.

خو د نورو پرمختیايي کارونو تر څنګ دغه کلینیک هم جوړ نه شو.

د امانیه ماینینګ کمپنۍ ځواب:

د یادې شوې کمپنۍ اجراییوي رییس/ CEO نصرت احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل، امانیه ماینینګ کمپنۍ یو قانوني شرکت دی چې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې یې د کندهار د نېښ ولسوالۍ په باخوت سیمه کې د فلورایټ کان د استخراج قرارداد لاسلیک کړی دی.

هغه زیاته کړه، له ۱۳۹۱ تر ۱۳۹۳ کال پورې د کان پرمختیايي پړاو و خو له هغه را وروسته اړوندې کمپنۍ د کان د استخراج ترڅنګ د سیمې اوسېدونکو ته وخت په وخت ټولنیز خدماتو وړاندې کړي دي.

د ده په خبره، یادې شوې کمپنۍ د دې تر څنګ چې په باخوت سیمه کې یې د کان د استخراج په موخه د تاسیساتو پر جوړولو او ماشینرۍ میلیونه ډالر لګولي، له همدې سیمې د کندهار- ترینکوټ تر لارې پورې غځېدلی ۱۰ کیلومتره سړک جوړ کړی دی.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې په ورته توګه یې د اوبو څاه ګانې جوړې کړي، وخت په وخت یې له جوماتونو سره مرسته کړې ده، ګرځنده کلینیک یې جوړ کړی و چې د غنیګي او نورو سیمو د ۹۷۱۴ وګړو وړیا درملنه یې کړې ده.

ده دا هم وویل چې د کان د استخراج په موده کې یې د دې ولسوالۍ له ۲۰۰ تر ۲۵۰ وګړي په کار ګومارلي وو چې ځینو د موټرچلونې او ځینو د کان کیندنې چارې تر سره کولې.

احمدزي یادونه وکړه چې د ناامنیو او را وروسته یې د کرونا وبا له امله د درېیو یا څلورو کلونو لپاره د کان د استخراج چارې درولې وې چې دوی یې په اړه وخت په وخت د کانونو او پټرولیم وزارت ته خبر هم ورکړی و.

ده په دې لړ کې د هغه برید یادونه وکړه چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د وسله والو مخالفینو له خوا د دغه شرکت پر دفتر او کارکوونکو شوی و چې د ځاني زیان تر څنګ یې دوی ته مالي زیان هم اړولی و.

په هغه مکتوب کې چې په دې اړه د هغه مهال د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرستې وزیرې نرګس نهان له خوا د کورنیو چارو وزارت ته د ۱۳۹۶ لمریز کال د ۵مې میاشتې په ۳مه نېټه د ۳۳۸۳/۱۵۴۶ ګڼې په لرلو استول شوی، راغلي چې پر امانیه ماينینګ شرکت د کان د استخراج پر مهال د وسله والو مخالفینو له خوا برید شوی چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي، یو تن لادرکه شوی او د ۶ عرادې بېلابېلو وسایطو په ګډون د شرکت تاسیسات سوځول شوي دي.

د اړوند وزارت له خوا د پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی هم ټاکل شوی و او له کورنیو چارو وزارت څخه د دغه شرکت د امنیت ساتنې غوښتنه شوې وه.

احمدزی وايي، د ناامنیو د ورته پېښو، ځاني او مالي زیانونو د ګاللو سربېره یې په دغې ولسوالۍ کې د کان د استخراج تر څنګ ټولنیز خدمتونه ترسره کړي، خو د اړوند وزارت له خوا نه دي منل شوي.

ده وویل، نه یوازې چې ترسره شوي کارونه نه دي منل شوي، بلکې اړوند وزارت تر اخره د ټولنیزو خدماتو لپاره د دوی له خوا جوړ شوی پلان هم و نه منل شو.

هغه زیاته کړه: ((دغه پلان د ۱۳۹۸ لمریز کال د ۹مې میاشتې په ۲۰مه په کندهار ولایت مقام کې د هغه مهال د والي حیات الله حیات، د نېښ د ولسوال خواجه محمد طراح او د دغې ولسوالۍ د قومي مشرانو په حضور کې جوړ شو چې له مخې به یې امانیه ماینینګ کمپنۍ د ولسوالۍ په ۱۱ کلیو کې د څښاک او کرنې لپاره په سولر سیسټم سمبالې د اوبو شبکې جوړوي.))

د ده په خبره، اړوندې کمپنۍ د ټولنیزو خدمتونو دغه پلان له اړوند وزارت سره شریک کړ، خو تر اخره و نه منل شو چې له امله یې د دغه پلان عملي کېدل ځنډېدلي دي.

دی وايي، د اوس لپاره چې نظام بدلون کړی، دوی هم په بې برخلیکه حالت کې دي او فعالیت یې درېدلی دی.

د نېښ پخواني چارواکي او قومي مشران څه وايي؟

د نېښ پخواني ولسوال خواجه محمد طراح پژواک خبري اژانس ته وویل، امانیه ماینینګ کمپنۍ په دغې ولسوالۍ کې کلونه د فلورایټ کان د استخراج چارې ترسره کړې، خو له شوي قرارداد سره سم یې خلکو ته ټولنیز خدماتو نه دي وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، دا چې نېښ ولسوالي د کندهار یوه له وروسته پاتې او لرې ولسوالیو وه، اوسېدونکو یې ټولنیزو خدماتو لکه سړک، ښوونځي، روغتیايي کلینیک او نورو ته سخته اړتیا لرله.

دی وايي، هغه مهال دوی هم په وار وار دغه موضوع له ولایتي ادارې سره شریکه کړه خو عملي اقدام و نه شو.

طراح وویل، په وروستي ځل په ولایت مقام کې د هغه مهال د والي او اړوند شرکت د مسوولینو په شتون کې د ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ناسته وشوه او پرېکړه وشوه چې دغه شرکت به د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په موخه په یوولسو کلیو کې د اوبو شبکې جوړوي، خو په عملي ډګر کې هیڅ هم و نه شول.

د نېښ ولسوالۍ قومي مشر حاجي ملا شکور پژواک خبري اژانس ته وویل، د کانونو وزارت د قرارداد له مخې دا د نېښ ولسوالۍ د اوسېدونکو حق و چې امانیه ماینینګ کمپنۍ دوی ته ټولنیز خدماتو وړاندې کړي، خو هغوی تر پایه دا کار و نه کړ.

دی وايي، په قرارداد کې راغلي چې اړوند شرکت به په دغه ولسوالۍ کې سړک، د ۱۵ ټولګیو لرونکی ښوونځی،پول او پولګوټي، جومات، روغتیايي مرکز، تفریحي پارک او ښوونیز کورسونه جوړوي خو دلته هیڅ هم نشته.

نوموړی له نوو واکمنو غوښتنه کوي چې یاد شوی شرکت اړ کړي څو له شوي قرارداد سره سم د دغې ولسوالۍ خلکو ته ټولنیز خدماتو وړاندې کړي.

هڅه مو وکړه په دې تړاو د طالب چارواکو نظر هم واخلو، خو له څو ورځو انتظار سربېره و نه توانېدو.
پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 145

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.