ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپین بولدک لار د هر راز تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ وتړل شوه

د سپین بولدک لار د هر راز تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ وتړل شوه

author avatar
4 Oct 2021 - 19:35
د سپین بولدک لار د هر راز تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ وتړل شوه
author avatar
4 Oct 2021 - 19:35

کندهار (پژواک ۱۲ تله ۱۴۰۰): د کندهار چارواکو په یوه تازه ګام کې د سپين بولدک- چمن لار د هر راز تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ وتړله.

دوی وايي، لار به تر هغه تړلې وي چې پاکستاني لوري شته ستونزې هوارې کړې نه وي.

د کندهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې چې همدا نن ماښام خپره شوه راغلي، پاکستان د سپين بولدک- چمن پر لار خلکو، ناروغانو او سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي چې د دوی د پرله پسې هڅو سربېره نه دي حل شوي.

په خبرپاڼه کې له خلکو، ناروغانو او سوداګرو غوښتنه شوې چې تر هغه دې پر دې لار تګ راتګ نه کوي څو پاکستان ټولې ستونزې حل کړي نه وي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي رحمت الله نړیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار ولایتي ادارې له هغه وروسته د سپین بولدک- چمن لارې د تړلو پرېکړه وکړه چې پاکستان له ژمنو سربېره پر دې لار د ستونزو د حل لپاره عملي اقدام نه دی کړی.

دی زیاتوي، دغه لار به تر هغه په بشپړه توګه تړلې وي چې پاکستاني لوري ټولې ستونزې حل کړي نه وي.

له تېرې شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې چې طالبان په هېواد کې واکمن شوي، خلک او سوداګر پر دغه لار له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

پخوا د سپین بولدک- چمن لار د سهار په ۷:۰۰ بجې پرانیستل کېدله او د مازیګر په ۶:۰۰ بجې تړل کېدله، خو په دې وروستیو کې دغه لار د سهار په ۸:۰۰ بجې پرانیستل کېږي او د مازیګر په ۴:۰۰ بجې تړل کېږي.

له همدې امله پر دې لار د صادراتو، وارداتو او ټرانزیټ بهیر ۸۰ سلنه ورو شوی دی.

سوداګر وايي، پخوا هره ورځ پر دې لار د ټرانزیټ اموالو ۵۰۰ کانټینرونو تګ راتګ کاوه، خو په دې وروستیو کې دا شمېره ۷۰ یا ۸۰ کانټینرونو ته ته راټیټه شوې چې له امله یې د کرښې دواړو غاړو ته په زرګونو کانټینر ولاړ دي.

له همدې امله سوداګر د ډیټینشن او ډیمرچ ورکړې له مخې له درنو زیانونو سره مخ دي.

د دې تر څنګ پاکستان یواځې هغوی کسانو ته پر دغه لار د تګ راتګ اجازه ورکوي چې د پاکستان پېژندپاڼه او یا د کندهار تذکره ولري.

خو هغوی هم په ډېر کړاو پر دې لار تګ راتګ کوي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ د سپین بولدک- چمن لارې پر سر د دروازې د افغان او پاکستاني ساتونکو تر منځ شخړه هم شوې وه چې وروسته لار د یوې ورځې لپاره تړل شوې وه.

د کندهار د والي مطبوعاتي مسوول مولوي عزام هغه مهال پژواک ته ویلي و چې پېښه هغه مهال وشوه چې پاکستاني لوري له یو شمېر افغان ناروغانو او ټپیانو سره- چې د درملنې په موخه له دروازې اوښتل- ناسم چلند وکړ.

Views: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.