ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزارت: سږ کال به د ننګرهار جلغوزي شاوخوا ۷۸۳ ټنه حاصل ولري

د کرنې وزارت: سږ کال به د ننګرهار جلغوزي شاوخوا ۷۸۳ ټنه حاصل ولري

author avatar
7 Oct 2021 - 13:46
د کرنې وزارت: سږ کال به د ننګرهار جلغوزي شاوخوا ۷۸۳ ټنه حاصل ولري
author avatar
7 Oct 2021 - 13:46

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۰): د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د ننګرهار ولایت د جلغوزیو سږني حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او د اټکل له مخې به سږ کال څه باندې ۷۸۳ ټنه حاصل ترلاسه شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت د جلغوزيو په سږني حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی تر سترګو کېږي.

سرچينې لیکلي، تېر کال د ننګرهار د جلغوزيو  تولید ۶۲۷ ټنه و، خو سږ کال به د ننګرهار د جلغوزيو  په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي او د اټکل له مخې به څه باندې ۷۸۳  ټنه حاصل ورکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي، د جلغوزيو د غوټو شکولو ۲۲۰ بیاتي ګانې وېشل، د ځنګلولۍ ټولنې جوړول، د راشکولو پر وخت د فني کسانو ګومارنه، د ځنګل پرې کېدو مخنیوی او په غرنیزو سيمو کې د امنیت شتون د جلغوزو ډېرېدو اصلي لاملونه دي.

سرچېنې لیکلي، د  ننګرهار په اتو لسواليو حصارک، شېرزاد، خوګیانو، پچیراګام، ده بالا، کوټ، اچین او سپین غر کې څه باندې ۱۱۶۰۹ هکټاره د جلغوزيو طبیعي ځنګلونه شته چې د سیمې په ښکلا، د خلکو اقتصادي ژوند،  هوا او د اقلیم په بدلون کي مثبت رول لري او دغه راز سلګونو بېوزلو مېرمنو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د یادونې ده، ننګرهار د هغو ولایتونو له ډلې دی چې زیاته اندازه د غوزانو، جلغوزيو  او نورې مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکي طبیعي ځنګلونه لري چې له دې ډلې  ۱۸ سلنه یې د جلغوزيو پر ونو پوښل شوي دي.

همدا راز دوه ورځې وړاندې د افغانستان د جلغوزیو د تولیدوونکو ټولنې له حکومته غوښتي وو چې له هېواده بهر ته د جلغوزیو پر قاچاق دې بندیز ولګول شي او د افغانستان، اروپا او چین ترمنځ دې اقتصادي دهلېز بیا فعال شي.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.