ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ یو ځل بیا د افغانانو لپاره ډېره خونړۍ وه

تېره اوونۍ یو ځل بیا د افغانانو لپاره ډېره خونړۍ وه

author avatar
9 Oct 2021 - 19:34
تېره اوونۍ یو ځل بیا د افغانانو لپاره ډېره خونړۍ وه
author avatar
9 Oct 2021 - 19:34

کابل (پژواک،۱۷ تله ۱۴۰۰): تېره اوونۍ، ۲۲۳ افغانانو ته د مرګ ژوبلې په اوښتو سره، په تېرو دوو میاشتو کې په داسې حال کې تر ټولو خونړۍ وه چې په دې اوونۍ کې په نړیواله کچه د افغانستان د ستونزې د هواري په موخه دیپلوماتیکې هڅې هم ګړندې شوې وې.

د تېرې اوونې مهمې پېښې:

  • د افغانستان د مسایلو په اړه دیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوي.
  • روسیه کې نړیواله غونډه جوړیږي او قطر کې امریکایي او افغان چارواکي خبرې کوي.
  • د افغانستان د نوي سرپرست حکومت په اړه د بریټانیا، ازبکستان او ترکمنستان غبرګونونه مثبت و
  • فرانسه: د جي شل غړي هېوادونه باید د افغانستان نوي حکومت ته د رسمیت پېژندلو شرایط په ګوته کړي.
  • ډنمارک: د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژنو.
  • پنځو هېوادونو د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان کې د بشري ضد کړنو لپاره د راپور ورکوونکي له ټاکلو سره مخالفت وکړ.
  • ځینې خلک: د افغانستان پر پانګه لګېدلی بندیز دې لرې شي.
  • ښوونکي: د نجونو منځني ښوونځي او لېسې دې بېرته پرانیستل شي.
  • تېره اوونۍ افغانستان کې ۲۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۵۸ تنه وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپیان دي.

د تېرې اوونۍ تر ټولو خونړی بريد د کندوز په ښار کې په يو جومات کې ځانمرګی برید و چې له امله يې ۴۶ ملګي وګړي ووژل شول او ۱۴۳ نور ټپيان شول. د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

دغه راز تېره اوونۍ په ننګرهار کې په دوو پېښو کې د یو خبریال په ګډون درې کسان وژل شوي او درې ملکيان ټپيان دي، په ننګرهار کې د یو تن له تنې جلا شوی سر موندل شوی، په جوزجان کې د واده په مراسمو کې د لاسي بم په چاودنه کې ناوې وژل شوې، دوه تنه نور ټپيان دي، د کابل عیده ګاه جومات ته څېرمه – هغه مهال چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد د مور فاتحه وه-  چاودنې دوه کسان وژلي او درې نور ټپیان کړل.

دغه راز، تېره اوونۍ په لغمان کې يو ديني عالم وژل شوی، په خوست کې په يوه مدرسه کې د چاودنې له امله يو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي، په کاپيسا کې يو شوکمار له طالبانو سره جګړه کې وژل شوی، د ننګرهار په اچين کې ناپېژاندو وسله والو يو کس وژلی او د چارواکو په وینا، په اروزګان کې يو پخوانی پولیس د وسله والو غلو په برید کې وژل شوی دی.

د دغو چاودنو او بریدونو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

په نړیواله کچه دیپلوماتیکې هڅې

طالبانو نږدې یوه نیمه میاشت مخکې کابل ونیو. تر هغه وروسته د نړۍ هېوادونه په دې اړه بېلا بېل غبرګونونه ښیي.

له دغو غبرګونونو ځینې یې سخت دي- لکه د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کېدل چې له امله یې د بانکونو فعالیت محدود شو او دا مهال خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي-  خو د ځینو هېوادونو لکه چین، روسیې او … غبرګونونه نرم دي.

یو شمېر هېوادونو په دې تړاو کله نرم، خو کله سخت غرګونونه ښودلي، خو په ټوله کې تر اوسه د افغانستان نوی حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د نړیوالو غوښتنه دا ده چې طالبان ټولګډونه حکومت جوړ کړي او بشري حقونو ته درناوی ولري. طالبان ټینګار کوي چې بشري حقونو ته ژمن دي او تولګډونه حکومت جوړوي.

تېره اوونۍ د افغانستان د مسایلو په تړاو دیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوې وې.

روسیې د افغانستان د نوي سرپرست حکومت چارواکو ته بلنه ورکړې چې د تلې په ۲۸مه د افغانستان په اړه مسکو کې جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي. ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې د چین، هند، ایران او پاکستان استازي هم ګډون وکړي.

د دې تر څنګ، وروسته له هغه چې طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ونیو، د لومړي ځل لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او د افغانستان د نوي حکومت د چارواکو ترمنځ خبرې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (د تلې ۱۶مه) خبر ورکړی چې د امریکا یو لوړپوړی پلاوی د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی او له افغان لوري سره به د بشري حقونو، بشري مرستو، د ښځو حقونو، افغانستان کې د ټولګډونه حکومت او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د حکومت یو پلاوی، د هېواد پر اوسني وضعیت د ځینو هېوادونو له استازو سره د خبرو لپاره تېره ورځ له کابله دوحې ته روان شوی. افغان چارواکي وایي، دا پلاوی به د قطر او ځینو نورو هېوادونو له استازو سره وګوري.

د تېرې اوونۍ مثبت غبرګونونه

د برېټانیا د لومړي وزیر استازي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکوي، او دغه هېواد د افغانستان له نوي سرپرست حکومت سره وضعيت ته په کتو د اړیکو رغول غواړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزرات ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره د ترانزیټ، انرژۍ او تجارت په برخو کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي. یاد وزارت ویلي چې  ډېر ژر به د افغانستان نوی سرپرست حکومت په نړيواله ټولنه کې خپل قوي ځای پيدا کړي.

ترکمنستان تمه لري چې د افغانستان نوي سرپرست حکومت سوله غوښتونکې بهرنۍ پالیسي ولري، وایي د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او چمتو دی چې د افغانستان له نوي حکومت سره همکار واوسي.

د تېرې اوونۍ منفی غبرګونه

د فرانسې ولسمشر وايي د جي شل غړي هېوادونه باید د افغانستان نوي حکومت ته د رسمیت پېژندلو په هکله یو څرګند پيغام واستوي او شرایط ورته په ګوته کړي.

هغه ويلي:«په نړيواله توګه پېژندل بیه لري، د ښځو د کرامت ساتل، د ښځو او نارینه وو د حقونو مساوي والی له هغو موضوع ګانو څخه دي چې موږ پر هغو ټینګار لرو او دا د رسمیت پېژندلو شرطونه دي.»

د ډنمارک بهرنیو چارو وزارت د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی، ویلي یې دي چې هېواد به یې د طالبانو حکومت پر رسمیت ونه پېژني او نړۍ باید د «ترهګرو په مرکز» د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسي.

د بشر ضد جنایتونو پلټل

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې (یو اېن اېچ ار سي) په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو له لوري د بشر ضد او جنګي جنایتونو د پلټنو لپاره د یو ځانګړي پلټونکي ګومارلو پرېکړه کړې، خو روسیې، چین، پاکستان، ونزویلا او اریتریا یې مخالفت کړی.

طالبانو د دغه اعلان په غبرګون کې ویلي، تمه یې دا ده چې ملګري ملتونه له هغو کسانو سره محاسبه وکړي‌ چې په تېرو شلو کلونو کې یې افغان ولس ځپلی او دا هېواد یې وران کړی دی.‌

خلک څه وایي؟

د پکتیا سوداګرو او صنعتکارانو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې باید بېرته ورکړل شي، ځکه د سوداګرو او صنعتکارانو په ګډون ټول خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

يو شمېر ښوونکی د پوهنې له وزارت څخه غواړي چې د ښوونکي ورځې ډالۍ کې دې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې دې بېرته پرانیستل شي. دا مهال له دوو ولایتونو(بلخ او کندوز) پرته په نور هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل، خو چارواکي وایي چې په نږدې راتلونکې کې به دا کار وشي.

کابل کې د پوهنتون يوه استاد او د هغه د کورنۍ غړو له زده کړو د نجونو د محرومېدو او په هېواد کې اقتصادي ستونزو ته د حکومت او نړۍ د نه پاملرنې په اعتراض کې کفن ته ورته سپینې جامې اغوستې وې او ويل يې چې د هېواد بچیان بې‌ برخلیکه پاتې دي او د زده کړو د دوام حق ترې اخیستل شوی دی.

Visits: 141

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.