Pajhwok Afghan News

جلال اباد ښار کې د يوه مارکېټ هټۍ والو د لوړې کرایې له امله کاربنديز کړى

جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ضابط مومند په نوم د يوه مارکېټ هټۍوالو د لوړې کرايې او د مارکېټ له څښتن سره له لفظي شخړې وروسته دوکانونه تړلي دي.

د ياد مارکېټ يو شمېر هټۍ وال ادعا کوي چې د مارکېټ مالک پرې جبراً هر کال کرايه لوړوي او زور زياتی ورسره کوي، خو د مارکېټ خاوند بيا يو څو هټۍوال د ځان پر وړاندې د ستونزو پر جوړولو تورنوي.

د هټۍوالو اتحاديې او ښاروالۍ مسوولين بيا د راپورته شوې ستونزې پر حل ټينګار کوي.

د وحيدالله په نوم يو هټۍوال ادعا کوي چې په تېر نظام کې يو کال وړاندې د مارکېټ خاوند يو شمېر هټۍ وال وهلي او ټکولي هم دي.

د محمد انعام په نوم يو بل هټۍ وال له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې د مارکېټ څښتن ته دې له قانونه د سرغړونې پر جرم سزا ورکړل شي.

نوموړی دا هم وايي چې د شاوخوا مارکېټونو کرايې ټيټې دي خو په دغه مارکيټ کې د نورو ټولو په پرتله کرايه لوړه ده.

د مارکېټ مالک بيا په تېر کې د همدې هټۍوالو له لوري د ده د اختطافولو تور پورې کوي او زياتوي چې دوى هسې بهانې جوړوي.

ضابط مومند وايي چې يو شمېر هټۍوال ورته هر وخت دا ډول بهانې جوړوي او نور هټۍوال يې پر وړاندې دروي او ستونزې ورته پيدا کوي.

د جلال اباد ښار د هټۍوالو اتحاديې مشر شکرالله جلندرزي له پژواک اژانس سره خبرو کې وويل چې دغه ستونزه به د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستيال يحيی غفورزی هم ورته څرګندونې کوي او وايي که هر چا سرغړونه کړې وي، قانوني چلند به ورسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جلال اباد ښاروالۍ مسوولينو د ښار د مارکېټونو له مالکانو غوښتنه کړې وه چې د دوکانونو کرايې ټيټې کړي.

Views: 26

Exit mobile version