ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني کسان بهر ته د وتلو پروسه کې شاملولو په پلمه له خلکو لسګونه زره ډالر اخلي

ځيني کسان بهر ته د وتلو پروسه کې شاملولو په پلمه له خلکو لسګونه زره ډالر اخلي

author avatar
25 Oct 2021 - 14:35
ځيني کسان بهر ته د وتلو پروسه کې شاملولو په پلمه له خلکو لسګونه زره ډالر اخلي
author avatar
25 Oct 2021 - 14:35

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې یو شمېر کسان له هغو هېوادوالو چې د هېواد پرېښودو تکل لري، لسګونه زره ډالر غوښتي او ورته ویلي یې دي چې د یوه هېواد انفرادي او کورنۍ ویزه ورته برابروي.

خو حکومتي مسوولین وايي چې د دې ډول قضیو عاملان پېژندل کېږي او جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

د روان کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان د مخکني نظام له سقوط وروسته یو شمېر هېوادونو لکه امریکا، بریتانیا، المان، کاناډا، فرانسې، ایرلېنډ، ایټالیا او استرالیا اعلان وکړ، هغه افغانان چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کاوه، د پناه غوښتونکو په څېر مني او د ایستلو بهیر یې پیل کړی دی.

د راپورونو له مخې، تر اوسه د خبریالانو، مدني فعالانو، ژباړنو، د مخکني حکومت د امنیتي منسوبینو او نورو کسانو په ګډون تر ۱۲۰زره ډېر افغانان له افغانستانه ایستل شوي دي.

په ورته وخت کې ډېر شمېر افغانان هڅه کوي چې له دغه فرصته استفاده وکړي، له خپلو کورنیو سره یو ځای امریکا یا اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

په ورته وخت کې یو شمېر کسان له هېواده بهیر د خلکو د لېږد تقاضا له ډېروالي په استفاده د قاچاقي فعالیتونو له لارې د پیسو ترلاسه کولو هڅه کوي.

د «شرکت سیاحتی ویزه کشورهای اروپا و مشوره رایگان پناهنده گی» په نوم فېسبوک پاڼې لیکلي: ((د امریکا انفرادي ویزه، د کیسونو شمېر محدود دی، هر څوک چې پر شرایطو برابر دي، بېړه وکړئ.))

دغه سرچینې لیکلي چې د امریکا د کډوالۍ ویزه یو کس ته په ۲۸۰۰۰ ډالر په ۲۰ ورځو کې پروسس کوي، دوه کسیزې کورنۍ ته د کاناډا کډوالۍ ویزه ۵۰زره ډالر، درې کسیزې کورنۍ ته ۶۰زره ډالر او څلور کسیزې کورنۍ ته ۷۸۰۰۰ ډالر ورکوي.

یو شمېر فېسبوک کاروونکو د دغه پوسټ په پای کې تبصره کړې، ځينو دروغ او مسوولان یې دوکه ورکوونکي بللي، یو شمېر کسانو په دې اړه جزئیات غوښتي او ځينو نورو بیا بیو کې د تخفیف غوښتنه کړې ده.

په دې پاڼه د اړیکې یوه شمېره هم لیکل شوې ده.

د پژواک خبریال له یادې شمېرې سره اړیکه ټينګه کړه او د جزئیاتو غوښتنه یې وکړه، یو کس چې ځان یې «عمره» معرفي کاوه، وویل: ((اوس لپاره د کاناډا ویزه لرو، د امریکا لپاره انفرادي لرو، ډېری انفرادي ویزې لرو، د کاناډا ویزه ۲۷۰۰۰ ډالر او یوه یې هم په ۲۹۰۰۰ ډالرو ده.))

دغه راز یاد کس وویل: ((د امریکا هم لرو، د امریکا بیې ۲۹۰۰۰ او ۲۷۰۰۰ تر ۲۶۰۰۰ امریکايي ډالرو دي، د پروسس وخت یې له ۲۵ تر ۳۰ ورځو دی، که غواړئ په همدې پروګرامونو کې به مو ونیسو، کورنۍ ویزې مو راتلونکې اوونۍ اعلانېږي. زموږ کار ۱۰۰ سلنه ډاډمن دی.))

نوموړی وايي: ((یوه روپۍ هم له مخکې نه ورکوئ، پیسې مو له صراف سره بلاک دي، که مو کار وشو په اخر کې موږ پیسې اخلو، که ونه شو پیسې مو بېرته درکول کېږي.))

هغه وايي، د کار د ترسره کولو لپاره د ویزې غوښتونکی کس باید په پیل کې تذکره، پاسپورټ او عکس دوی ته وسپاري.

د «افغان بازار» په نوم فېسبوک پاڼه کې هم لیکل شوي: ((په ۴۵ ورځو کې د کاناډا ویزې اخیستل»

پژواک په یاده پاڼه له شریکې شوې شمېرې سره هم اړیکه ټینګه کړه؛ یو کس چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله ځواب ورکړ او ویې ویل، کولای شي په ۴۵ ورځو کې یو کس ته د ۲۲زره امریکايي ډالرو په بدل کې د کاناډا ویزه واخلي.

هغه هم وویل چې له تقاضا کوونکي څخه مخکې پیسې نه اخلي.

نوموړي چې نه یې غوښتل په دې اړه ډېرې خبرې وکړي وویل: ((پر همدې شمېره مې واټسپ دی، پیغام پرېږدئ، ووایاست چې اړیکه مې نیولې وه، زموږ همکاران درته لارښوونه کوي، اړیکه ونیسئ او خبرې وکړئ، د لیدلو وعده درکوي.))

دغه راز پژواک یو غږیز کلېپ ترلاسه کړی چې یو کس په کې مقابل لوري ته وايي: ((دلته افغانان دغه کار کوي چې لس زره ډالر اخلي او له سفارته ویزه باسي، ولې دغه کار موږ نه کوو، په سفارت کې وکیل صاحب شته دی، ډېری کسان ور معرفي کوو، که پنځه کسان معرفي کړو او ۵۰زره ډالر ترې واخلو ډېرې پیسې دي.))

د دغه کس یو بل کلېپ هم پژواک ترلاسه کړی دی.

یاد کس مقابل لوري ته وايي: ((… راځه یو کار وکړو، دلته داسې افغانان دي چې غواړي امریکا، لندن یا نورو هېوادونو ته لاړ شي، زه سفارت کې یم، سفارت کې درته یو کس معرفي کوم او درته وایم، کله دې چې ویزه سین کړه (ولیدله) نفر ته ووایه چې ویزه درته باسم، له هغه څخه ۱۸ زره یا ۲۱ زره یا هم ۲۵ زره ډالر اخلو ویزه باسو او بیا یې نیمایي کوو. ۱۰ زره یا ۱۲ زره زه اخلم او پاتې تاسو ته درکوم، څنګه ته دغه کار سفارت کې کوې او کنه؟ که دا چانس هم وي تاته ښه دی او زما لپاره هم ډېره فایده لري، که خلک معرفي کوې هم.))

په ورته وخت کې یو بل غږیز کلېپ ښيي چې د کابل ښار اوسېدونکی محمد شریف له خپل دوست سره له هېواده د وتلو مشوره کوي او وايي: ((دلته ۱۴زره ډالر اخلي تر فرانسې، ته یې په اړه معلومات لرې؟ حقیقت دی او کنه، یو ځل معلومات وکړه، که غله وي ماته ووایه او پوه مې کړه.))

دغه راز د کابل ښار اوسېدونکی میلاد صاحب زاده وايي: ((ما له یوه قاچاقبر سره خبرې وکړې، وايي خپله مزار کې دی، خلک په هغه پروازونو کې چې اوس مهال له مزار او کابل کډوال انتقالوي له افغانستانه باسي.))

هغه زیاته کړه: ((وايي انفرادي ۱۰زره امریکايي ډالر، له کورنۍ ۲۰زره امریکايي ډالر اخلي، او یوه اونۍ کې له مزار څخه پرواز ورکوي، د ایستلو لپاره تذکره، پاسپورټ، د ټيلېفون شمېره او ایمیل ادرس ته اړتیا ده.))

د نوید عسکرزاده په نوم د کابل ښار بل اوسېدونکی هم وايي چې یو خپلوان یې کاناډا کې ژوند کوي، ده ته یې ویلي چې په یاد هېواد کې دغه ډول کسان شته، خپل سهم پلوري.))

هغه زیاته کړه: ((هغه افغانان چې له پخوا کلونو راهیسې کاناډا کې ژوند کوي او د دغه هېواد په رسمي برخو کې دندې ترسره کوي، یا په افغانستان کې د هغو موسسو رییسان وو چې د کاناډا له مرستیو تمویلېدل، دوی ته استحقاق ورکول کېږي چې د کاناډا د کډوالۍ لېست کې یې کورنۍ یا کارکوونکي شامل کړي، همدغه کسان خپل سهم پلوري.))

نوید د خپل ملګري په اړه له ډېرو جزیاتو پرته وویل: ((دغه ملګری مې کاناډا کې دی، د کورنیو یا هغو کسانو پر ځای چې په افغانستان کې یې له ده سره کار کړی، له یوې کورنۍ څخه ۶۵۰۰۰ امریکايي ډالر اخلي، نومونه یې په هغه نوملړ کې اضافه کوي چې کاناډا کې ترتیب او له افغانستان خلک باسي.))

د هغه په خبره، ملګري یې ورته ویلي چې اوس یې سهم بشپړ شوی دی.

غولول او فریب

له افغانستانه د امریکایي اتباعو او د هغوی د افغان متحدینو ایستلو لپاره د اسانتیاوو برابروونکې ډله (Human First Coalition) هم وايي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې یو کس هڅه کوي څو هغه افغانان وغولوي چې غواړي له افغانستانه په خوندي توګه ووځي.

سرچینې پژواک ته وویل چې یاد کسان له (+93782599276) شمېرې زنګ وهي او وایي چې «صافی»- هغه کس چې له (Human First Coalition) ټېم سره کار کوي – پېژني او یا هم ورسره کار کوي.

سرچینې لیکلي چې یاد کسان له دې وروسته، د یادې ډلې د سرینا دفتر په نوملړ کې د شاملولو په پلمه د پیسو غوښتنه کوي.

یاده ډله په ټینګار سره وایي چې دغه کسان افغان کورنۍ غولوي او خلک باید پوه شي، هغه کسان چې له دې شمېرې زنګ وهي، ​​رښتیني خدمات نه وړاندې کوي؛ ځکه چې یاد ټېم (Human First Coalition) هيڅکله له افغانستانه د خلکو په ایستلو کې د خدماتو او همکارۍ په بدل کې پیسې نه غواړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ذبيح الله مجاهد په دې اړه پژواک ته وویل: «په دې اړه معلومات کوو، که کومه سرغړونه شوې وه، په جدي ډول تعقیبېږي.»

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 3432

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.