ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې د بې نظمۍ له امله ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي

په کندهار ښار کې د بې نظمۍ له امله ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي

author avatar
28 Oct 2021 - 15:56
په کندهار ښار کې د بې نظمۍ له امله ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي
author avatar
28 Oct 2021 - 15:56

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۰): په کندهار کې بې نظمۍ او ګڼې ګوټې ترافيکي پېښې ډېرې کړي او یوازې تېره میاشت ۱۰۰۰ دغسې پېښې شوې دي.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون ډاکټران وايي، له دغو پېښو ۱۸ تنه مړي او ۹۵۳ ټپیان وروړل شوي چې ډېری یې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

د دغه روغتون د جراحي وارډ مشر ډاکټر قدر الله حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې چې د ډېرې اندېښنې وړ ده.

دی زیاتوي، یوازې تېره میاشت زر ترافیکي پېښې شوي چې له دغو پېښو دوی ته ۹۷۰ تنه وروړل شوي چې ۱۸ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی او ۹۵۳ تنه ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، د قربانیانو ډېره برخه تنکي ځوانان، ځوانان او ماشومان دي چې د بې احتیاطۍ له امله یې هم ځان او هم نورو ته خطر پېښ کړی دی.

حکیمي وویل: «په تېرو کلونو کې د ترافیکي پېښو کچه ټیټه و، یعنې په ټول کال کې به یې لوړه کچه ۷ زره پېښې وې، خو که اوس موږ د یوې میاشتې پېښې حساب کړو نو دا د کال په پای کې ۱۲ زره پېښې کېږي.»

هغه د دغو پېښو د مخنیوي په موخه د اړوندو ادارو له خوا د جدی اقداماتو کولو غوښتنه کوي.

نور احمد هغه ۲۰ کلن ځوان دی چې خپل موټر سایکل یې له بل موټر ساسکل سره ټکر کړی او تر ټپي کېدو وروسته او اوس په میرویس روغتون کې بستر دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل: «موټرسایکل مې تېز روان کړی و چې مخ ته مې له یوې کوڅې بل موټرسایکل راولوېد او دواړه له یوه او بل سره ټکر  شوو چې دواړه یې ډېر سخت ټپیان کړو.»

دی مني چې بې احتیاطي یې کړې او که داسې یې نه وای کړي نو دا پېښه به نه کېدله.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی عزیز الله وايي، په اصل کې په ښار کې د پخوا په پرتله بې نظمي ډېره شوې ده، پر هر سړک بې ځایه موټرونه ولاړ وي، هیڅوک اصول نه مراعتوي، هر سړی چې زړه یې غواړي هماغسې وسایط چلوي او زغلوي، له دې ورها خوا ځینې خلک بیا د سړک په منځ کې توکي پلوري چې همدا بې نظمۍ د ترافیکي پېښو د ډېرېدو لامل شوي دي.

د ده په خبره، پخوا هم بې نظمي وه خو د طالبانو له راتګ سره نوره هم ډېره شوې ده.

دی وايي، پخوا د سړک پر سر یا پلو لارو د توکو د پېر او پلور اجازه نه وه خو اوسمهال ډېرو خلکو د سړک پر یا پلو لارو توکي خرڅلاو ته ایښي وي چې سخته بې نظمي یې جوړه کړې ده.

نوموړی له اړوندو چارواکو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې جدي ګاونه واخلي څو له یوې خوا یو منظم او باډسپلینه ښار ولرو او له بلې خوا ترافیکي پېښې کمې شي.

د کندهار د ترافیکو ریاست چارواکي وايي، ډېرې ترافیکي پېښې د بې احتیاطۍ، د ترافیکي اصولو نه مراعتولو او نورو بې غوریو له امله کېږي.

د ترافیکو مدیر سمونوال عبدالحمید په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «خلک ترافیکي اصول نه مراعاتوي، په ښار کې لګېدلو ترافیکي اشارو ته نه درېږي، دغه راز ډېری والدین خپلو ماشومانو ته چې عمرونه له ۱۸ کلنۍ کم وي وسایط د چلولو لپاره ورکوي چې همدا د ترافیکي پېښو عمده لاملونه دي.»

نوموړي له والدینو غوښتنه کوي چې خپلو ماشومانو ته دې وسایط نه ورکوي ځکه دوی هم خپل او هم د نورو ژوند ګواښي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د ښار د نظم ساتلو او قانونه پلي کولو لپاره هڅې ډېروي.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.