ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکې مېرمنې: د نجونو تعلیمي او تحصیلي بنسټونه دې پرانیستل شي

لاریون کوونکې مېرمنې: د نجونو تعلیمي او تحصیلي بنسټونه دې پرانیستل شي

author avatar
30 Oct 2021 - 18:21
لاریون کوونکې مېرمنې: د نجونو تعلیمي او تحصیلي بنسټونه دې پرانیستل شي
author avatar
30 Oct 2021 - 18:21

کابل(پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۰): یو شمېر مېرمنې په کابل کې د کیور روغتون مخې ته د بې وزلۍ، د خراب اقتصادي وضعیت او د افغان نجونو پرمخ د تعلیمي بنسټونو د تړل کېدو له امله  د اعتراض په موخه راټولې شوې وې.

دغه ښځې چې شمېر یې نږدې ۲۰ تنه وو، نن د کابل ښار په دارالامان کې د کیور روغتون مخې ته راټولې شوې وې.

دوی وویل چې غوښتل یې د اقتصادي ستونزو، د هېواد د کنګل شوې پانګې ازادېدو او د نجونو پرمخ د زده کړې د مرکزونو د تړل کېدو په اعتراض کې خپل غږ پورته کړي؛ خو امنیتي ځواکونو اجازه ورنه کړه.

د یادونې ده چې د اوسني حکومت امنیتي ځواکونو مخکې هم د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو د لاریون او خبریالانو له خوا یې د پوښښ مخه نیولې وه.

یوې لاریونکوونکې رافشان شریفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته راغلل، مېرمنې یې محاصره کړې او د لاریون اجازه یې نه ده ورکړې.

نوموړې وویل چې کورنیو او بهرنیو خبریالانو ته یې اجازه ورنه کړه څو له لاریون کوونکو سره مرکې وکړي او انځورونه یې واخلي.

بلې اعتراض کوونکې رخشانې رشایان وویل: «مخکې مو هم څو ځله لاریون کړی؛ خو پایله یې ورنه کړه او له همدې امله مو نن هم لاریون وکړ؛ خو طالبانو مو مخنیوی وکړ، محاصره او اجازه یې رانه کړه.»

نوموړې زیاته کړه، اوسني نظام یو ځل د مېرمنو غږ د هغوی په ستوني کې وچ کړ او ویې ویل، طالبانو لاریون کوونکو ته په خطاب کې وویل چې د تاسو لاریون د نړیوالو هېوادونو له لوري د افغانستان پر رسمیت نه پېژندلو لامل شوی دی.

هغې څرګنده کړه چې په دې وروستیو کې طالبان خلکو ته د لاریون او خبریالانو ته د انځور اخیستو اجازه نه ورکوي او غږ یې خاموشوي.

یادو لاریون کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بېوزلۍ له منځه وړو او ناوړه اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره، د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي او له حاکم نظامه وغواړي چې د نجونو پرمخ د زده کړو مرکزونه پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري په ۲۴مه د مخکني نظام له سقوط وروسته د زده کړو ټول مرکزونه تړل شوي دي.

د یادونې ده چې د خصوصي بنسټونو درسونه د وږي په ۱۵مه پیل شوي؛ خو د دولتي پوهنتونونو درسونه تراوسه نه دي پیل شوي؛ ځکه حکومتي مسوولین وایي په پوهنتونونو کې دې د نجونو او هلکانو ټولګي سره جلا شي.

پژواک خبري اژانس وغوښتل په دې اړه د حکومت د ویاندویانو نظر هم واخلي؛ خو ځواب یې ورنه کړ.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.