ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې پر ۶زره جریبه ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړېږي

په ننګرهار کې پر ۶زره جریبه ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړېږي

author avatar
15 Nov 2021 - 15:59
په ننګرهار کې پر ۶زره جریبه ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړېږي
author avatar
15 Nov 2021 - 15:59

جلال اباد (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د خصوصي سکټور په مرسته پر ۶زره جریبه ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړېږي چې ورسره به د دې مېوې حاصلات لا ډېر شي.

ننګرهار چې مدیترانه يي اقلیم لري، ځمکې یې د ستروس ښه حاصلات ورکوي او اوس مهال پر ۲۸۶۷ جریبه ځمکه دغه باغونه جوړ شوي دي.

په دغه لړ کې د دغه ولایت د مالټو باغونه ډېر شهرت لري او سږ کال یې ښه حاصلات ورکړي دي.

د ننګرهار د کانال ریاست/ وادي کرنیز شرکت رییس مولوي غلام الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې ادارې تازه هڅې پيل کړې چې د خصوصي سکټور په مرسته پر ۶زره جریبه ځمکه د مالټو نور باغونه جوړ کړي چې په دې توګه به هم د دې مېوې حاصلات ډېر شي او هم به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

دی وايي، د دغو باغونو د جوړېدو لړۍ پيل شوې او د کرنيزو شرکتونو له خوا د ځمکې د لېول کارۍ، هموارکارۍ او بوټو لګولو چارې روانې دي.

په ورته وخت کې نوموړي د دغه ولایت د اوسنیو باغونو د حاصلاتو اړوند هم معلومات ورکړل او ويې ویل چې په دغه ولایت کې اوس مهال د مالټو ۲۹۶۷ جریبه باغونه شته چې ۲۶۰۰ یې حاصلات ورکوي او سږ کال به ترې سلګونه ټنه مالټې راټولې شي.

هغه وايي، د مالټو راټولولو او بازار ته د وړاندې کولو چاره هم خصوصي سکټور ته سپارل شوې چې سلګونه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

د ننګرهار د ستروسو باغونه د هېواد په کچه شهرت لري او مالټو يې دومره مينه وال پيدا کړي چې نه یوازې په دغه ولایت کې پلورل کېږي، بلکې نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

بټي کوټ د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده چې د مالټو ډېر باغونه لري او په زرګونو ځايي خلک په کې په کار بوخت دي.

د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، اوس چې یې سیمې امن شوې، کانال ریاست باید د ستروسو هغه باغونه چې په تېرو جګړو کې زیان ور اوښتی، بېرته ورغوي.

د همدې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نياز محمد پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د مالټو ډېر باغونه شته خو په لرو سیمو کې یې  ځينې له منځه تللي چې حکومت یې باید بېرته ورغوي.

يو بل ځايي اوسېدونکي نعمت الله هم پژواک ته وويل چې په بټي کوټ کې د ستروسو باغونو ګڼو خلکو ته د کار زمينه برابره کړې او که نور باغونه هم ورغول شي نو ډېرو ځوانانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

د محمد ظاهر شاه په مشرۍ د وخت شاهي نظام په ۱۳۴۴ ل کال کې د ننګرهار ناوې پراختیا پروژې په اډانه کې درېیم فارم جوړ او د غازي اباد فارم نوم یې ورکړ.

Visits: 191

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.