ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د درملو پر تورید بندیز په افغانستان کې د انساني ناورین لامل کېږي»

«د درملو پر تورید بندیز په افغانستان کې د انساني ناورین لامل کېږي»

author avatar
24 Nov 2021 - 09:57
«د درملو پر تورید بندیز په افغانستان کې د انساني ناورین لامل کېږي»
author avatar
24 Nov 2021 - 09:57

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۰): په افغانستان کې د درملو خدمتونو ټولنه وايي چې پر بانکونو د محدودیت له لګېدو وروسته د درملو واردات صفر شوي چې له امله یې په هېواد کې د درملو ټولې زېرمې خلاصې شوې، که د دې ستونزې د حل لپاره اقدام ونه شي، انساني ناورین به رامنځته شي.

د روان کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کېدو، د افغان حکومت له خوا پر بانکي سیسټم د محدودیت وضعه کېدو له امله په نورو برخو کې د منفي اغېزو ترڅنګ د افغانستان سوداګري هم زیانمنه شوې ده.

هغه کسان چې د درملو کاروبار کوي، وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د درملو واردات صفر ته کم شوي، اوس مهال د اړتیا وړ درمل په درملتونونو او هغو زېرمو کې دي چې د سوداګرو له خوا مخکې وارد شوي.

په افغانستان کې د درملو خدمتونو د ټولنې مرستیال او د «افغان سرجیکل» شرکت سهم لرونکي فارمسسټ نعمت الله تواب احمدزي له پژواک سره ځانګړې مرکه کې وویل، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د نورو وارداتو ترڅنګ د درملو تورید هم له ستونزې سره مخ شوی او ان درېدلی دی.

دی وايي، اوس مهال په بازار کې شته درمل د مخکني نظام له سقوط مخکې وارد شوي دي.

نوموړی د درملو تورید بندېدو لامل پر بانکي سیسټم د محدودیت وضعه کېدل بولي او وايي: ((د افغانستان د پانګې کنګل کېدل او پر بانکي سیستم محدودیت خصوصي سکټور ته ډېر زیان رسولی دی.))

نوموړي په بازار کې د درملو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، مخکې ځیني درمل د کوچنیو سوداګرو له خوا هېواد ته واردېدل، خو د نظام له بدلون وروسته یې واردات بند او په بازار کې درمل کم شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ مخکې خپله اندېښنه د ټولنې له لارې له اړوند بنسټونو سره شریکه کړې او له دوی مو غوښتي چې غږ مو تر مالیې وزارته ورسوي، څو د درملو واردوونکو سوداګرو د پیسو د ټي ټي (لېږد) په برخه کې اسانیاوې رامنځته کړي، خو له بده مرغه تر اوسه په دې برخه کې هيڅ عملي ګام نه دی پورته شوی.))

نوموړی د دې په څرګندولو سره چې د پیسو لېږد یوه نیمه میاشت وخت نیسي، وویل، AIB تر ټولو ښه بانک دی، خو له سیاسي بدلون وروسته تر اوسه د لویو شرکتونو د پیسو پر لېږد نه دی توانېدلی.

هغه زیاته کړه: ((د درملو مولد شرکتونه چې موږ ته بیه راکوي، له ۲۴ ساعتونو تر یوې اوونۍ د باور وړ دي، خو یو شمېر شرکتونو یوه میاشت یا ۴۰ ورځو کې ټي ټي مسیر طی کړی، خو بیا هم هم رد شوي دي.))

د ده په خبره، څه وخت مخکې د سوداګرو د ۲۰ ټي ټي (د سوداګرو د پیسو لېږد) له ډلې ۱۸ یې تر یوې نیمې میاشتې وروسته د افغانستان بانک له خوا رد شوي چې دا د سوداګرو پر مخ لویه ستونزه ده.

هغه د دې په روښانولو چې که په نږدې وخت کې یادې ستونزې ته حل لاره پیدا نه شي، افغانستان به د ځینو هغو درملو له کمښت سره مخ شي چې د ناروغانو په عملیات کې ضروري دي.

احمدزي له اړوند ادارو غوښتنه وکړه چې د دوی وړاندیزونه په پام کې ونیسي او د دې ستونزې د حل لپاره کړنلارې جوړې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د درملو خدمتونو ټولنې د مشرتابه پلاوي غړي محمد قاسم پژواک ته وویل، له سیاسي بدلون وروسته افغانستان ته د درملو واردات بند شوي دي.

هغه د دې په روښانولو چې اوس مهال د درملو ځینې زېرمې تشې شوې او پاتې زېرمې هم د خلاصېدو په حال کې دي، وویل، دغه وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. که په لنډ مهال کې دې ستونزې ته رسېدنه ونه شي، افغانستان به د هغو درملو له کمښت سره مخ شي چې د ناروغانو په عملیاتو کې ضروري دي.

نوموړي هغه لېست چې د ۳۹ درملو نوم په کې یاد شوی، پژواک ته وسپاره او ویې ویل، اوس مهال دغه درمل په بازار کې کم یا ان یو شمېر یې نه پیدا کېږي.

نوموړي (vial cisplatin) د سرطاني ناروغانو، (Brilinta 90 mg) د زړه ناروغانو، (Imatinab 400 mg) د سرطاني ناروغانو، (Janumet 50/1000 mg . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.