ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا نورمحمد؛ هغه چې د خلکو ترمنځ د شخړو حل ته یې لستوڼي بډ وهلي

ملا نورمحمد؛ هغه چې د خلکو ترمنځ د شخړو حل ته یې لستوڼي بډ وهلي

author avatar
17 Dec 2021 - 10:42
ملا نورمحمد؛ هغه چې د خلکو ترمنځ د شخړو حل ته یې لستوڼي بډ وهلي
author avatar
17 Dec 2021 - 10:42

هرات (پژواک، ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۰): ملانورمحمد ــ چې ځينې کسان یې د خیرغوښتنې د چارو ترسره کولو له امله «د سولې سفیر» بولي ــ وايي چې ټول باید د خلکو ترمنځ د کوچنیو اختلافونو د حل لپاره هڅې وکړي، ځکه چې دا ډول اختلافونه ټولنه کې د دایمي ناامنيو او بې ثباتۍ لامل کېږي.

د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي ۴۲ کلن نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو شلو کلونو کې حکومت د جوند ولسوالۍ پر ډېری کلیو حاکمیت نه درلود او د خلکو تر منځ اختلافات دیني عالمانو او قومي مخورو هوارول.

هغه زیاتوي: «زموږ په ولسوالۍ کې د اختلافاتو لوی لامل د څړځایونو او نورو مسایلو پر سر مخکينۍ دښمنۍ دي. دې مسئلې زموږ خلک سره جلا کړي دي. جګړې شوې او په نتیجه کې یې د قومونو ترمنځ ډېر خلک وژل شوي دي.»

یاد دیني عالم وویل، دغو دښمنیو چې ټولنه کې د دایمي نااراميو او ناامنيو لامل کېږي، نوموړی مجبور کړ چې د دغه ډول قضیو د حل لپاره لاس په کار شي.

نوراحمد وايي، ځينې وخت د دوو کسانو ترمنځ هغه کوچني اختلافونه ــ چې په اسانۍ سره د حل کېدو وړ دي ــ د دوو قومونو ترمنځ د اختلافاتو او خونړیو جګړو لامل کېږي.

نوموړي روښانه کړه چې په وروستیو کلونو کې یې د دې ولسوالۍ په حضرت ملا، رباط، ننګ اباد علیا، ننګ اباد سفلی، چشمه ګرم او ځینو نورو سیمو کې تر ۱۰۰ ډېرې قضیو او شخړو کې يې منځګړيتوب کړی او د دیني عالمانو او قومي مخورو په همکارۍ یې حل کړې دي.

دی وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې هرات کې ژوند کوي، دلته یې هم په هرات کې د بېځایه شوو کورنیو ترمنځ د کورنیو اختلافونو اته قضیې حل کړې دي.

نوراحمد وویل: «هرات کې تر ټولو ډېر هغه اختلافات چې زه ورسره مخامخ شوی یم د ښځې او خاوند ترمنځ اختلافات دي، دا ځکه رامنځته کېږي چې دواړه (خاوند او مېرمن) په توپیري شرایطو کې لوی شوي او د مقابل طرف ژوند په پام کې نه نیسي یا یې نه درک کوي. دا د متأهلو ترمنځ یوه رواجي مسئله ده، هغه کسان چې عمرونه یې سره توپیر لري او د ژوند په مختلفو دورو کې دي، د واده پر مهال له دې ستونزې سره مخامخ دي، زه توانېدلی یم چې د درېیو دغه ډول متأهلینو ترمنځ تفاهم وکړم او د جلا کېدو مخه یې ونیسم.»

د ده په اند، د هرات په شیدايي کمپ کې د بېځایه شوو کورنیو ترمنځ ډېری اختلافونه د جزیي مسایلو پر سر رامنځته شوي او د نه حل کېدو په صورت کې د (مېړه او مېرمنې) ترمنځ د جلا کېدو لامل کېږي.

بلخوا نوموړی وايي، د بېځایه شوو کورنیو ترمنځ شخړې او اختلافات د اقتصادي ستونزو له امله هم رامنځته کېږي چې دی او نور قومي مشران یې د منځګړیتوب له لارې د حل هڅې کوي.

د هغه په خبره، په تېرو دوو کلونو کې چې هرات ته بېځایه شوی، دوه ځله د اختلافونو د هواري لپاره پلرنۍ سیمې ته تللی او توانېدلی چې د دوو قومونو ترمنځ چې د جوند ولسوالۍ په «چشمه اب ګرم» سیمه کې یې څو کلن اختلاف درلود، روغه جوړه وکړي.

نوراحمد د دې ترڅنګ چې وايي پلار یې هم د خلکو ترمنځ د اختلافونو د حل هڅې کولې او دی یې د پلار لار تعقیبوي وویل، د خلکو او کورنیو ترمنځ کوچني اختلافات د دوی ترمنځ د لویو شخړو لامل کېږي او بايد ټول د سولې ټینګښت او د خلکو ترمنځ د یو بل زغملو او همغږۍ رامنځته کولو لپاره لاس په کار شو.

په ورته وخت کې د جوند ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د عدلي او قضایي ادارو له لارې د شخړو حل یوه اوږده پروسه ده، دا خپله د دې لامل کېږي چې خلک خپلې حقوقي قضیې د قومي مشرانو د جرګو له لارې حل کړي.

امیرمحمد چې د جوند ولسوالۍ د چشمه ګرم ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د خلکو ترمنځ د شخړو په هواري کې د ملا نوراحمد پر هڅو خوښي څرګندوي، وايي چې نوراحمد د دوی په کلي او ګاونډیو کلیو کې ډېر اختلافات حل کړي دي.

نوموړي، نوراحمد د سولې سفیر وباله او زیاته یې کړه چې د ده یوه کورنۍ قضیه یې هم حل کړې او دغه کار یې د دې سبب شوی چې ورور یې له لوی کورني اختلاف وژغورل شي.

هرات کې د مولوي عبدالله په نوم دیني عالم وايي، هغه کسان چې د دوو مسلمانو وروڼو ترمنځ د اختلاف په هوارولو کې هڅه کوي، الله(ج) یې نېکۍ زیاتوي.

هغه وویل، بښنه د دوو قومونو یا ډلو ترمنځ د اختلافونو د حل تر ټولو غوره لار ده.

د ده په خبره، الله(ج) قران کریم کې فرمایلي چې د مسلمان ورور وژل او قتل کبیره ګناه ده او د دغه ډول قضیو د عاملانو ځای د دوزخ اور دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د دوو قومونو او ډلو تر منځ شخړې له ډېرو پخوا کلونو راهیسې موجودې دي او له خلکو يې قرباني اخیستې ده. په تر ټولو تازه پېښه کې یې درې اونۍ مخکې د هېواد په شمال ختيځ زون کې یو ځوان له واده یوه ورځ مخکې د ځمکې او میرات قضیې په نتیجه کې ووژل شو.

Views: 515

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.