ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغو کړل

حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغو کړل

author avatar
25 Dec 2021 - 14:05
حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغو کړل
author avatar
25 Dec 2021 - 14:05

کابل(پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۰): حکومت د مخکنۍ ادارې دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغو کړي خو وایي د اړتیا له مخې به په راتلونکي کې دغه ادارې بیا رامنځته شي.

د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د پارلماني او د سولې په چارو کې د دولت وزارتونه او د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونه لغو شوي دي.

ده وویل، چې اوس مهال دغو دوو وزارتونو او کمېسیونونو ته اړتیا نه لېدل کېده.

سمنګاني وایي چې که په راتلونکې کې دغو ادارو ته اړتیا پیدا شوه نو بیا به را منځته شي.

د عبدالسلام رحیمي په مشرتابه د سولې چارو لپاره د دولت وزارت د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په امر رامنځته شوی و چې تر ډېره یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اړوند چارې پر مخ بیولې.

Views: 1870

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.