ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د کرونا روغتون د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت درولی

اروزګان کې د کرونا روغتون د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت درولی

author avatar
28 Dec 2021 - 16:25
اروزګان کې د کرونا روغتون د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت درولی
author avatar
28 Dec 2021 - 16:25

ترینکوټ (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): د اروزګان د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د مالي ستونزو او مرستندویه ادارو د نه همکارۍ له امله د دغه ولایت د کرونا د درملنې د مرکز چارې درېدلې او د ډاکټرانو په ګډون ټول کارکوونکي یې ځواب شوي دي.

د کرونا د درملنې دغه ۲۰ بستریز روغتون د روان ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جنوري په لومړۍ نېټه فعال شوی و چې د مرکز ترینکوټ په ګډون د ټولو ولسوالیو د کرونا ناروغانو درملنه په کې کېدله.

د دغه مرکز چارې د عامې روغتیا وزارت سمبالولې، خو د تجهیزاتو او کارکوونکو د معاشاتو په برخه کې ورسره SHDP   او MOVE ادارو مرسته کوله.

د اروزګان د عامې روعتیا رییس ډاکټر محمد الله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د دغه ولایت د کرونا د درملنې له مرکز سره د مرستندویه موسسو د مرستې قرارداد پای ته رسېدلی، دغه روغتون سقوط شوی دی.

هغه زیاته کړه، په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د کرونا د درملنې مرکزونه له ورته برخلیک سره مخ کېدل، خو د ملګرو ملتونو ادارو سملاسي اقدام وکړ او هغه مرکزونه یې فعال وساتل خو د اروزګان مرکز له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

دی وايي، موده کېږي چې د اروزګان د کرونا د درملنې د مرکز دروازې تړلې دي او ټول روغتیايي کارکوونکي- چې شمېر یې لسګونو ته رسېده- ځواب شوي دي.

د ده په خبره، له همدې امله له تېرې یوې میاشتې راهیسې د اروزګان د کرونا ناروغان د درملنې او بستر کېدو لپاره ځای نه لري.

روحاني یادونه وکړه چې دغه مرکز په پرمختللو وسایلو سمبال و او د هر ډول ناروغۍ د تشخیص وړتیا یې لرله چې اوس په ګودام کې اېښودل شوي او په کرونا د اخته کسانو سمپلونه د تشخیص لپاره کندهار ته استوي.

دی وايي، هڅې یې پیل کړې څو په نوي ۲۰۲۲ زېږیز کال کې د عامې روغتیا وزارت او مرستندویه ادارو په ملاتړ د دغه روغتیايي مرکز درېدلې چارې بیا پيل کړي.

ده خبرداری ورکړ که د اروزګانیانو لپاره د کرونا د درملنې دغه مرکز بېرته فعال نه شي نو ګڼ شمېر کسان به د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

له دې ور ها خوا د اروزګان د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې ياد شي، پژواک ته وویل، د کرونا د درملنې د دغه مرکز له سقوط سره د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې هم درېدلې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې او ۸۵ سلنه بشپړې شوې وې.

دغه سرچینه وايي، د دغې مهمې پروژې چارې د طالبان له راتګ سره درېدلې دي.

د اروزګان اوسېدونکي د کرونا د درملنې د مرکز سقوط او د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارو د درېدو له امله خواشیني دي.

د مرکز ترینکوټ اوسېدونکي محمد سلیم پژواک اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د کرونا د درملنې مرکز په داسې حال کې تړل شوی چې په دې وروستیو کې یې د دغې ناروغۍ د نوې بڼې (اومیکرون) د خپرېدو خبرونه اورېدلي دي.

هغه له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کوي چې دغه مرکز بیا پرانیزي څو خلکو ته په دې برخه کې خدمات وړاندې شي.

په اروزګان کې روغتیايي چارواکي او خلک په داسې حال کې د کرونا د درملنې د مرکز سقوط خپه کړي چې د دغه ولایت ملکي روغتون هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی او کارکوونکو یې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی.

چارواکي اندېښمن دي چې که د معاش نه ورکړه همداسې دوام ومومي، ښايي ګڼ شمېر روغتیايي کارکوونکي دندې پرېږدي چې دا به د ارزوګان د خلکو لپاره په روغتیايي برخه کې بد خبر وي.

Views: 39

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.