ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور خلک: د نړۍوالو موسسو د مرستو وېش عادلانه نه دی

د غور خلک: د نړۍوالو موسسو د مرستو وېش عادلانه نه دی

author avatar
29 Dec 2021 - 16:23
د غور خلک: د نړۍوالو موسسو د مرستو وېش عادلانه نه دی
author avatar
29 Dec 2021 - 16:23

فیروزکوه (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): د غور د لعل و سرجنګل ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي ادعا کوي چې د مرسته کوونکو موسسو له خوا د مرستو په وېش کې فساد موجود دی او سیمه ییز کارکوونکي مرسته کېدونکي توکي خپلو خپلوانو ته وېشي.

د یادې ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو له پژواک سره په ټيلېفوني خبرو ادعا وکړه چې په یاده ولسوالۍ کې د مرستندویه موسسو له خوا ټولې مرستې ناعادلانه دي او د دغو مرستو ډېره برخه خپله د موسسو کارکوونکي خپلو خپلوانو ته وېشي.

د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حکمت لعلي پژواک ته وویل: «د ابرار موسسې مسوولین چې په دې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو د عالي کمېشنرۍ دفتر د مرستو تطبیق کوونکي دي، ډېرې مرستې خپلو خپلوانو او هغو خلکو ته ورکوي چې هيڅ اړتیا ورته نه لري.»

د سیمې د یاد اوسېدونکي په خبره، په دغو مرستو کې نغدې پیسې او خېمې شاملې دي چې د اړوندو موسسو له خوا له یاد ولایت سره شوې دي.

هغه وایي: «دوه لویې مرستندویې موسسې چې ولایتي دفتر یې په بامیان ولایت کې دی چې د لعل او سرجنګل ځيني برخې یې تر پوښښ لاندې نیولې، یوه یې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) او بله د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ده چې سروې یې د ابرار موسسې له خوا شوې او کومې مرستې چې شوې، هغه هم مالدارو، حاجي صاحبانو، هټۍوالو، اربابانو، دوستانو او خپلو قومیانو ته وېشلي دي.»

لعلي زیاته کړه، دغو بنسټونو هغه سیمې چې له مرکز او ولسوالیو په ډېره فاصله کې دي او په بېوزلۍ او فقر کې ژوند کوي، هيڅ پام نه دی کړی او د مرستو په وېش کې یې سلیقوي چلند کړی دی.

هغه زیاتوي: «د ابرار موسسې مسوولینو چې د یادو مرستو د وېش او سروې مسوولیت یې لاره، د یادې ولسوالۍ تلخک، کرمان او سفید چشمه سیمې چې د دې ولسوالۍ له مرکزه لرې دي، د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې نه دي راوستلې او سلیقوي مرسته او سروې یې کړې ده.»

د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د کرمان سیمې اوسېدونکی محمد علي دانش هم ورته شکایت لري او وایي: «دوو موسسو چې مرسته یې کړې، په دوو مواردو کې چې نغدې پیسې او خېمې وې، له هرې کورنۍ سره ۵۰۰ ډالر مرسته شوې او دغه مرسته یې خپلو خپلوانو ته ورکړې او د کرمان په کلي کې هيڅ وېشل شوې نه ده، ټول خلک اړ دي، موږ غواړو چې په دې برخه کې پاملرنه وشي.»

د غورد لعل و سرجنګل ولسوالۍ د کرمان کلي ملک حسین علي کربلایې وویل، په یاد سیمه کې د خلکو وضعیت د اندېښنې وړده او بېړنیو بشر دوستانه مرستوته اړتیا لري.

د نوموړي په خبره چې تر اوسه هيڅ بنسټ او موسسې له دوی سره مرسته نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: «د کرمان سیمه له ولسوالۍ په ډېره فاصله کې پروت دی، لاره یې هم خرابه ده، خلک یې ډېر بېوزله دي، د خوراک او اغوستو لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا لري، کومې مرستې چې د ملګرو ملتونو له خوا شوې، د ولسوالۍ په مرکز کې وېشل شوې دي خو د کرمان خلکو ته نه دي رسېدلې، موږ څو ځلې مراجعه وکړه خو تر اوسه له موږ سره هيڅ مرسته نه ده شوې.»

د کومو سیمو خلکو چې دغه مرستې نه دي ترلاسه کړې، له حکومت او مرسته کوونکو بنسټونو غواړي څو په دې بشردوستانه مرستو کې دقت وکړي، له بېوزلو او اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د یادو بنسټونو مسوولین چې یادې مرستې یې توزیع کړې، د مرستو په وېش کې بې عدالتي ردوي او وایي چې دوی ټولې مرستې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ له مسوولینو سره په همغږۍ وېشلې دي.

په بامیان کې د ابرار موسسې د ژمني پروګرامونو مسوول محمد جاوېد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ فتر د پروژو د تطبیق مسوولین یو او موږ له ولسوال او امنیه قوماندان سره په همغږۍ د ولسوالۍ کلیو ته لاړو، د شورا له مشرانو سره مو خبرې وکړې، د هغوی نظر مو واخیست چې کومه کورنۍ غریبه ده، موږ کوښښ کړی چې په خپله سروې کې زیاتې کورنۍ تر پوښښ لاندې راولو، د ملګرو ملتونو د استازو په حضور کې موږ مرستې کړې، دغه ادعاوې نه منو؛ ځکه موږ له ولسوال، امنیه قوماندان او د شورا له رییسانو سره په همغږۍ مرستې کړې دي.»

له بلې خوا په بامیان ولایت کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دفتر مسوول اشرف نیازي هم د لعل او سرجنګل د اوسېدونکو دغه ادعاوې ردوي او وایي چې هغوی د شورا له مشرانو سره په همغږۍ د کلیو او کورنیو اړمن سروې کړي او له هغوی سره یې مرسته کړې ده.

نوموړی وایي: «له بده مرغه که موږ له څو کورنیو سره مرسته وکړو؛ ټول خلک موږ له ګرېوانه نیسي او موږ پر خپلوۍ پاللو تورنوي، زه نه قوم او نه په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې څوک پېژنم؛ زه یوازې بېوزلي پېژنم، اوس خلکو ته قناعت ورکول ډېر سخت دي، قناعت نه ورکول کېږي، زموږ د اړمنو د معلومولو بهیر ډېر شفاف دی، کمېسیون لرو چې د ولایت، مهاجرینو ریاست، ولسوالۍ او شوراګانو یو یو استازی زموږ له کارکوونکو سره ځي، کور په کور ګرځي او په هر کلي کې مو پنځه او لس کسان لېست کړي دي.»

هغه دغه راز وایي چې که څه هم چې په دې پړاو کې یې لږ مرستې درلودې؛ خو په راتلونکي کې بیا هم هڅه کوي چې له پاتې کسانو سره مرسته وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د (IOM) دفتر د مسوولینو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرله پسې هڅو وروسته مو هم هم ځواب ترلاسه نه کړ.

د سیمه ییزو خلکو په وینا، (IOM) دفتر په دې ولسوالۍ کې لسګونو کورنیو ته معیاري خېمې وېشلې دي.

د مسوولینو په خبره، دغه مرستې د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې زرو اړمنو کورنیو ته وېشل شوې دي.

Visits: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.