بغلان کې له نشهیي توکو سره په تړاو ۱۳ کسان نیول شوي
د بغلان د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، له نشهيي توکو سره په تړاو او شراب جوړولو په تور یې ۱۳ کسان نیولي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، له نشهيي توکو سره په تړاو او شراب جوړولو په تور یې ۱۳ کسان نیولي دي.
د پنجشېر د لومړۍ حصې او پریان ولسوالیو لار د سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ بنده شوې ده.
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ سېلابځپلې کورنۍ وایي، د خیریه بنسټونو او موسسو له لوري شوې مرستې په شفاف ډول نه وېشل کېږي او په کمپونو کې مېشتې سېلابځپلې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.
د لغمان والي قاري زینالعابدین عابد وايي، په دغه ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله د خلکو لسګونه کورونه او سلګونه جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
په دې وروستۍ یوه میاشت کې د سېلابونو په پایله کې ۱۸۲ کسان مړه، ۲۵۰ کسان ټپيان او له درېیو زرو ډېر کورونه ویجاړشوي دي.
د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو د کیفیت له ټیټوالي شکایت کوي او وایي، دغې چارې يې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي، یوه ځوان هلک او نجلۍ د کورني تاوتریخوالي ځانونه د کوکچې سیند ته اچولي دي.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې د باران او سېلابونو راوتو او په درېيو ولايتونو کې د تېزو بادونو اټکل کړی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو د «ټاپي» پروژې له مشر سره، له نړۍوالو معیارونو سره سم د دې پروژې پر امنیتي طرحې او وړاندیزونو خبرې کړې دي.
د بلخ امنیتي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې يې د تقلبي کیمياوي سرې د تولید ۷ کارخونې تړلې او په دې تړاو يې ۹ کسان هم نیولي دي.
ډاکټر عبدالاحمد یمین چې پر کور یې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د کورنۍ غړي او هر څه له لاسه ورکړي – وايي، د خپلو وژل شوو ماشومانو او مېرمنې غم نشو کولو ته اړ کړ او اوس د خپل خوړلي عمر ترخې شېبې په پلسوخته کې په نشو تېروي.
د پکتيا مسوولين وايي چې د دغه ولايت په سید کرم ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د افغانستان طبی شورا وایي، تېر یو کال کې یې د طب پوهنځیو له نویو فارغ شویو ۴۷۹۸ ډاکټرانو د (Exit Exam) ازموینه اخیستې چې له همدې درکه یې ۲،۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د بامیان یو اوسېدونکی چې هره ورځ د بامیان په بازار کې مزدوري کوي، وايي چې ډېری ورځې یوازې ۵۰ افغانۍ ګټي، خو د خپلو اولادونو راتلونکي لپاره یې د همت ملا تړلې څو هغوی خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د لغمان سیمهيیز مسوولین وایي، د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته غځېدلی عمومي سړک د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتو له امله په مختلفو ساحو کې تخریب شوی دی.
د ترانسپورټ وزارت په داسې حال کې د ښاري موټرونو د کرایې د کمولو لایحې برابرولو خبر ورکوي چې ځیني کابل ښاریان وایي، سره له دې چې د تېلو بیې کمې شوې، خو د ښاري موټرونو کرایه هماغه شان لوړه ده.
په بادغیس کې ځيني کوژدن شوي/نامزد ځوانان له لوړ ولور ټاکلو څخه شکایت لري وایي، د اقتصادي بېوزلۍ له امله یې د ورکړې توان نه لري او کلونه کېږي چې د خپل واده مراسم ترسره کولای نه شي؛ هغوی د ولور د کمولو غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت وایي، له دې وروسته هیڅوک حق نه لري چې په خپل سر خپل یا د نورو د بدن غړي وپلوري.
د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې د «امن» په نوم د فوټبال پیل شوې سیالۍ - چې نږدې یوه میاشت یې دوام وکړ - نن پای ته ورسېدې.